کندوزه! اخخ؛ اخ کندوزه.
ليکوال: قطب الدين مشال
په کندوز کې د وژل شوي ماشومو افغانانو جسدونه په حقيقت کې د ټول انسانيت د وژل کېدو جسد جسد دى.
دا د انصاف وژل شوى جسد دى.
دا د انصاف د ټولو دعوو وژل شوى جسد دى.
دا د عدل وژل شوى جسد دى.
دا د عدل د ټولو وعدو وژل شوى جسد دى.
دا د قانون وژل شوى جسد دى.
دا د بشپړ قانون د پلي کېدو وژل شوى جسد دى.
دا د حکومت وژل شوى جسد دى.
دا د حکومت د ټولو داعوو وژل شوى جسد دى.
دا د رياست وژل شوى جسد دى.
دا رياست کې د روان ټول سياست وژل شوى جسد دى.
دا د سولې وژل شوى جسد دى.
دا د سولې د ټولو تمو او خوبو وژل شوى جسد دى.
په کندوز کې په معصومو، ماشومو افغانانو بريد په حقيقت کې د ټول قام پر تندي ډکه تومانچه ده.
دا زمونږ پر قامي شعور تومانچه ده.
دا د عقل پر ټول غرور تومانچه ده.
دا پر هرې سپينسرې او تور سرې تومانچه ده
دا د عدل پر هرې پوښتنې تومانچه ده.
دا زمونږ د ماضي په غيرتي کارنامو تومانچه ده
دا زمونږ د حال پر ټولو علمي جلسو تومامچه ده.
دا د مستقبل د پرمختګ په ټولو منصوبو تومانچه.
دا پر اوسني نظام تومانچه ده.
دا په مستقبل کې د امن پر قيام تومانچه ده.
دا زمونږ پر ملي غيرت تومانچه ده.
دا زمونږ پر قامي همت تومانچه ده.
دا يو بريد نه بلکې يو نښان دى.
دا په دې سيمه کې د راغلو کفارو د واک نښان دى.
دا په دې سيمه کې د هغوى د بشپړ ځواک نښان دى.
دا زمونږ د مظلوم ولس د بې وسۍ نښان دى.
دا د ولسواکۍ د بشپړې کمزورۍ نښان دى.
د کندوز غم محض د څو کورنيو غم نه بلکې زمونږ د ټولو غم دى.
دا وژنه د ټول ملت تباهي ده.
دا وژنه د عالمي سياست تباهي ده.
دا وژنه د دې رياست تباهي ده.
دا وژنه د اوسني حکومت تباهي ده.
دا وژنه د دې خرڅ شوي صحافت تباهي ده.
دا وژنه د سرمايه دار معيشت تباهي ده.
دا وژنه د نړيوال تجارت تباهي ده.
دا وژنه د مقيد عدالت تباهي ده.
په کندوز کې د ماشومانو شهادت، يوازي د څو ماشومانو وژل نه دى.
دا د ټولو قبائلو وژل دي.
دا د ټولو وسائلو وژل دي.
دا د هر ځوان وژل دي.
دا د هر مسلمان وژل دي.
دا د هر مظلوم افغان وژل دي.
دا د نړۍ د هر انسان وژل دي.
دا د حق د تحرير وژل دي.
دا د ريښتوني تقرير وژل دي.
دا د اخلاقي اقدار وژل دي.
دا د ملي اقتدار وژښل دي.
دا د قامي رواياتو وژل دي.
دا د سائنسي دراياتو وژل دي.
دا د انسانيت د عقل وژل دي
دا د مذهب د نقل وژل دي
دا د هر نېک تدبير وژل دي.
دا د سولې د بهير وژل دي.
















