کرزی: امريکا اوولس کاله افغان وژنه کړې او لا هم دوام لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۰) د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، امريکا له تېرو اوولس کلونو راهيسې يواځې افغان وژنه کړې چې لا هم دغه لړۍ دوام لري.
حامد کرزي دغه څرګندونې، د روسيې له NTV سره په مرکه کې کړي او زياته کړې يې ده چې امريکا په افغانستان کې اوولس کاله جګړه کړې چې پايله يې يواځې د افغانانو وژل و.
نوموړي ويلي، امریکا او برتانيې له تېرې يوې نيمې لسيزې راهيسې په افغانستان کې امنيت ټينګ نه کړ او نه يې د دغې هېواد د بيا ابادۍ لپاره بنيادي کارونه وکړل.
د کرزي په خبره، امريکا له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ريښتينې نه ده.
بايد وويل شي، چې په افغانستان کې پر عامو خلکو بمبارۍ، د ملکيانو وژنې، شپنۍ چاپې د حامدکرزي د دورې پر مهال پيل شوي چې لا هم روانې دي او وخت ناوخت پکې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي.
څو ورځې مخکې هم په کوندوز ولايت کې د هوايي بريد په ترڅ کې شاوخوا درې سوه عامو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته چې ډیری يې کوچني ماشومان و.
که څه هم پخواني ولسمشر د خپلې دورې پر مهال پر عامو خلکو د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو غندنه کړې خو د افغان حکومت اوسنيو مشرانو (ولسمشر غني- ډاکټر عبدالله) هيڅکله هم پر ملکي خلکو د بهرنيانو بريدونه نه غندلي او نه يې د هغوی سره غمرازي کړې.



