له ځمکې ۲۰۰ میله پورته لوکس هوټل.. په ۲۰۲۲ز کال کې جوړېږي

د اورین سپېن په نوم کمپنۍ غواړي له ځمکې ۲۰۰ میله پورته یو لوکس هوټل جوړ کړي.

دا هوټل به، چې د ”ارورا سټېشن“ نوم ورکړل شوی، د ۲۰۲۱ز کال په وروستیو کې چمتو شي او په ۲۰۲۲ز کال کې به د دې جوګه وي چې پورته په فضا کې مېلمانه پکې واوسېږي.

په دې لوکس فضايي هوټل کې، د دوو خادمانو په ګډون، شپږ کسان د ۱۲ ورځو لپاره ځایېدای شي. د دې ۱۲ ورځني سفر لګښت به، د یوه سړي پر سر، نږدې ۹ نیم میلیونه ډالره وي، یا په بل عبارت، د یوې شپې مصرف به یې ۷۹۱۶۶۶ ډالره وي.

په دې ۱۲ ورځني فضايي سفر کې به د ارورا هوټل مسافرین د ځمکې له مخه ۲۰۰ میله پورته وي. دا هوټل به په هرو ۹۰ دقیقو کې د ځمکې شاوخوا یو چکر پوره کوي؛ مطلب دا چې، د هوټل شتمن مسافر به په ۲۴ ساعته کې نږدې ۱۶ ځله د لمر راختل او پرېوتل ویني.

مېلمانه په هوټل کې د وایرلیس له چټک انټرنیټه په استفادې سره له خپلو کورنیو سره په ژوندۍ بڼه خبرې کولای شي، په هوټل کې ازاد ګرځېدلای-راګرځېدلای شي، او، ځمکې ته د بېرته راتلو پر مهال به د اتلانو په څېر له ځانګړي هرکلي سره مخ شي.

فضا ته تر تر تللو وړاندې به مسافرین د اورین سپېن له هغو پخوانیو تجربه لرونکو کسانو درې میاشتنۍ روزنه ویني چې مخکې فضا ته تللي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button