(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۰)
د پکتیکا ولایت د زیړوک او ګیان ولسوالیو ولسي خلک او قومي مخور وایي؛ چې د دوی په غرونو کې د جلغوزیو شنې ونې چې د قومي تړون له مخې یې پر وهلو بندیز لګول شوی، امنیتي ځواکونه د زور په کارولو سره وهي .
سیمیزو خلکو د پژواک خبري اژانس ته ویلي؛ چې ملي اردو او سرحدي ځواکونه په خپل سرې توګه دا چاره ترسره کوې او د ولایتي ادارې او قومي مخورو غوشتنو ته کوم پام نه کوي.
د پکتیکا ځایي چارواکي د افغان ځواکونو له خوا د شنو ونو پریکول مني او د دې ولایت د کرنې ریاست رئیس نورالله سباون وایي؛ چې دا موضوع یې څو ځله له مسؤلینو سره شریکه کړې خو چا ورته غوږ نه دی نیولی.
د دې ولایت د امنیې قوماندان ویاند شاه محمود ارين بیا په زور سره د ونو پریکول نه مني خو وایي چې په دې تړاو به څیړنې وکړي او مجرمین به د قانون منګولو ته را کش کړي.
معترضین وایي؛ د غرونو حاصلات او ونې ملي شتمني ده او دوی ترې په ټول توان ساتنه کوي ،خو دولتي د دې شتمنۍ د لمنځه وړلو په هڅه کې دي
















