(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۰)
راپورونه وایي چې، تیره شپه د ۲۲۲ نمبر قطعې پولیسو دپروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اړوند د رباط سیمه کې د ولسي خلکو پر یو کور چاپه ووهله یوه ۶۵ کلنه میرمنه یې ځای پرځای ووژله او د هغې دوه ځوان ځامن یې له ځانه سره یووړل.
د یادو ځوانانو پلار وایي؛ ځامن یې په یوه خصوصي شرکت کې په کار بوخت و او له هیڅ وسلوالې ډلې سره یې اړیکه نه درلوده.
نن سلګونو قهرجنو کسانو د پروان مرکز چاریکارو کې د مقاومت څلور لاري اړوند راټول شول او د پولیسو ددې جنایت څیړنه او د بندیانو خوشې کیدل یې غوښته.
لاریونوالو ویل؛ پولیسو په خپلسري توګه د عدلي او قضایي ارګانونو له نظارت او د مسؤلینو له رسمي اجازې پرته دا عملیات کړي او په خبره یې چې د معصومې میرمنې وژل او د هغې د دو زلمیانو ځامنو نیول ورته هیڅ د منلو نه دي.
دوی د کابل شمال لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې او هوډ یې کړی، تر هغو چې یې غوښتنو ته قانع کونکی ځواب ور نه کړل شي دا لاره به همداسې تړلې وي.
د سلام وطندار خبري شبکې ویلي؛ والي په خپله استازولۍ د ولایتي شورا رئیس غلام بهاوالدین جیلاني لاریونوالو ته ور استولی و، تر څو له هغوی وغواړي چې خپل لاریون ته دپای ټکی کیږدي.
جیلاني لاریونوالو ته د بندیانو د خوشې کولو او د دې قضیې د څیړلو ډاډ هم ورکړی، خو لاریونوالو دا وړاندایز سملاسي رد کړی او ویلي یې دي چې تر هغو به دې اعتراض ته دوام ورکړي تر څو یې چې غوښتنې په عملي توګه نه وي منل شوې.
















