د دشت ارچي خلک: که حکومت په۴ورځوکې د ولسي مرګ ژوبلې عاملین پیدا نه کړل،سخت غبرګون به وویني

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۳)

د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ ولسونو حکومت ته څلور ورځې وخت ورکړی ترڅو د دستاربندۍ پر غونډه د شوي برید عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
د دشت ارچي ولسونو د دې پیښې د څارلو په خاطر ۲۰ کسیز کمیسیون جوړ کړی تر څو د دې پیښې په تړاو د حکومت څیړنې او فعالیتونه له نږدې وڅاري.
د یاد کمیسیون مشر فرید احمدکاکړ پژواک خبري اژانس ته ویلي چې تر راتلونکې دوشنبې پورې باید حکومت دیادې بوږنونکې پیښې عاملین پیدا کړي.
نوموړی وایي “حکومت بايد دا له موږ سره ومني چې په دې پېښه کې ٦٤ عام وګړي وژل شوي او ١٨٦ نور ټپيان شوي دي“
دوی وایي چې که حکومت اقدام ونه کړ ، دوی به یې په غبرګون کې پراخ لاریونونه وکړي او خبرداری یې ور کړی چې د ناوړه دعواقبو پړه به یې د حکومت پر غاړه وي.

د دشت ارچي خلک وایي؛ حکومت باید د بمبار له امله له خلکو بښنه هم وغواړي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د ولسي جرګې وکیلانو اندیښنه ښودلې وه چې د کندوز د پیښې په تړاو د حکومت موندنې ښایي د حکومت په ګټه اعلان شي چې د دوی په وینا، د کندوز یو شمیر استازو له حکومت سره په دې تړاو معامله کړې.
ټاکل شوې ده سبا د شنبې پر ورځ د دې پیښې په تړاو حکومت خپلې څیړنې ابلاغ کړي.
د دې پیښې مسؤلیت دملي دفاع وزارت منلی او ددې وزارت ویاند محمد رادمنش ویلي ، چې دې برید ته یې له پخوا څخه پلان نیولی و او د څو طالب مشرانو د وژلو ادعا یې هم کړې وه.
هغه څه چې ځایي خلک، سیمې ته ورغلې رسنۍ او طالبانو د دولتي چارواکو د پروپاګند یوه برخه بللې او وایي چې حکومت په دې توګه غواړي خپل جنایت توجیه کړي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button