ورته ووایه،په ځمکه کې وګرځئ!

لیکنه: زاهد

(قُلْ سِیْرو فِیْ الارض)
له زړه نه دغمونو دختمولو یوه لاره داهم ده، چې انسان په ځمکه کې سفر وکړي،بېلا بيلو سیمو ته لا شي او کتاب مطالعه کړي، په ځمکه کې دالله خوښۍ لاملونه ولټوي، دلته ډیر په زړه پورې باغونه شته چې دالله تعالی دتوحید وږي او تږي پکې څرېدلای او ځان پکې خړوبولای شي او دالله تعالی پر ذات او صفاتو خپل خپل باور ته پکې وده ورکولای شي او په همدې سره خپلو غمونو او کړاوونو ته دپای ټکی اېښودلای شی.
زما مسلمانه وروره!
کله نا کله دالله تعالی دتوحید په باغونو کې دڅرېدو لپاره له خپله کوره وځه، خپل چاپېریال ته فکر وکړه او پخپل زړه کې دتوحید دعقيدې دروزنې لپاره کله لوړو او کله ژورو ته ولاړ شه، دالله تعالی په قدرت ولاړو غرونو ته سوچ کوه، دچینو له یخو اوبو څخه خپله برخه اخله، د ډول ډول ګلونو له بویولو څخه خوند اخله او هرکله چې دالله تعالی دقدرت نښې وګورې، بیابه خپل روح او ځان ازاد ومومې، دالله تعالی نعمتونه به دې په یاد شي او له دې سره سره په ژبه او زړه دالله تعالی ذکر هم کوه، نو په دې سره په یقیني توګه کېدای شي، چې ستا ټول غمونه ورک شي او زړه دې له خوښيو ډک شي.
په یوه تنګه کوټه کې کېناستل او له کارونو ځان وزګارول، دځان وژنې لپاره لاره هوارول دي، ستا کوټه ټوله نړۍ نه ده او نه یوازې ستا ځان ټول اولس يې، نو ولې خپل ځان دبلا په خوله کې اچوې او دغمونو او کړاوونو لاره ځان ته هواروې!؟
نه!نه! داسې نه ده پکار،بلکې دې اواز ته دزړه له کومې ځواب ورکړه!
(اِنْفروا خِفَافًاوَّثقالاً)
راځه چې چېرته په تازه هوا،ازاده فضا،دویالو پرغاړو دښکلو باغونو اود مرغانو دزړه راښکونکو اوازونو په منځ کې دقران کریم تلاوت وکړو، دالله تعالی ذکر وکړو، هلته په ارامه فضا کې دقران کې لمونځونه وکړو، په یخه هوا او یخو اوبو کې روژه په خوله وګرځو او دنبي علیه السلام ددې وينا مطابق دالله تعالی په لاره کې ورک شوی فرض راژوندی کړو چې وايي.
(سیاحته أُمَّتِی اَلْجِهادُ فی سبیل الله)
زما دامت سیاحت (چکر)دالله تعالی په لاره کې جهاد کول دي ”
په ازاده فضا کې ګرځیدل یو لوی غنیمت او دالله تعالی ستر نعمت دی.
ډېرو رواني ناروغانو ته ډاکټران په پوره ټينګار سره دهمدې خبرې مشوره ورکوي او الله تعالی هم په ځمکه اسمانونو او په مخلوقاتو کې په سوچ او فکر کولو امر کړی دی.
(ویتفکرون فی خلق السماوات والارض ربنا ماخلقت هذا بـــــاطلا سبحانک فقنا عذاب النار)
او داسمانونو او ځمکې په پیدایښت کې غور او فکر کوي (هغوی په غیر ارادی توګه غږ کوي چې) زموږ ربه! داټول شیان تابابیزه او بی مقصده نه دي هست کړي، ته له دې نه پاک يې چې عبث کار وکړې، نو ای ربه، موږ ددوزخ له عذابه وژغوره!
مسلمانان داسمانونو او ځمکې په پیدایښت کې فکر کوي او بیا وايي چې ای الله! داهرڅه تابې ګټې نه دي پیدا کړي، نو ای ربه! موږ د اورله عذابه څخه خوني کړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button