یونما: د  ۱۸سلنه ملکي تلفاتو مسؤل ګډ ځواکونه او نور ټول وسلوال مخالفین دي

یونما ویلي؛ د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د مارچ تر وروستۍ نیټې پورې چې پوره درۍ میاشتې کیږي  ۲۲۵۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې یې   ۷۶۳ تنه وژل شوي او  ۱۴۹۵ تنه نور یې ټپيان دي.

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۳)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یونما)  یوځل بیا د ملکي مرګ ژوبلې درۍ میاشتنی راپور نشر کړی او د غوڅ اکثریت ملکیانو مسؤل یې وسلوال مخالفین بللي.

که څه هم طالبان هره میاشت د ملکي تلفاتو په اړه خپل ځانګړی راپور خپروي خو د یونما په راپور کې د تیر په څیر بیا هم د طالبانو راپورونو ته کوم پام نه دی شوی.

یونما ویلي؛ د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د مارچ تر وروستۍ نیټې پورې چې پوره درۍ میاشتې کیږي  ۲۲۵۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې یې   ۷۶۳ تنه وژل شوي او  ۱۴۹۵ تنه نور یې ټپيان دي.

د ملګرو ملتونو دفتر زیاتوي؛ په تیرو ۳ میاشتو کې  د وسلوالو مخالفینو په بریدونو کې ۵۱۱ ولسي وګړي وژل شوي او ۹۸۹ تنه ټپيان دي.

همداراز په یاده موده کې، ۱۷۶ ولسي وګړي د حکومتي ځواکونو له خوا وژل شوي او ۲۳۱ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

له دې سره په څنګ کې  امریکایي ځواکونو په دې میاشتو کې په خپلو بمباریو کې ۶۷  ولسي کسان وژلي  او ۵۷ نور یې ژوبل کړي دي.

یونما وایي؛  د ګډو ځواکونو په بریدونو کې  د ملکي مرګ ژوبلې شمیرې ۱۳ سلنه کمې شوې خو د مخالفو وسلوالو په بریدونو کې د ملکي تلفاتو په شمیرو کې یې ۶ سلنه زیاتوالی ښودلی.

په یاد راپور کې د دې تلفاتو ۱۸ سلنې مسؤلیت پر افغان او بهرنیو ځواکونو اچول شوی چې له ډلې یې (۱۱ سلنه افغان ملي امنیتي ځواکونه، یواځې ۲ سلنه بهرني ځواکونه، ۴ سلنه نا معلوم حکومت پلوه ځواکونه او یوه سلنه حکومت پلوه وسله والې ډلې راغلې.)

طالبانو په تیر کې دا راپورونه یو اړخیز بللي و او دا یې د استخباراتي کړیو په لاس جوړشوي سانسور معلومات بللي و.

طالبانو په ځلونو ویلي چې دوی د افغانستان په کچه د ملکي تلفاتو د مخنیوي فعال کمیسیون لري چې د دې ډول بریدونو د مخنیوي لارې چارې سنجوي او د ورته بریدونو ارزونه کوي او له عاملینو سره یې قانوني چلند کوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button