پر سوریې د امریکا په برید کې اوښتي ز‏یانونه او ادعاوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۵)

 

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې خپلو هدفمندو بریدونو کې یې د سوریې د کیمیاوي وسلو مرکزونه په نښه کړي خو روسیې او سوریې دواړو دا ادعاوې رد کړې.

نن سهار وختي د سوریې ۸ نظامي اهداف د امریکا، فرانسې او بریتانیې له خوا په نښه شول .
رویټرز د سوریې د یو چارواکي له قوله خبر ورکړی چې روسانو مخکې تر دې چې حمله وشي دوی ته د مراکزو د تخلیې امر کړی و او په خبره یې چې مرکز لګیدلي خو نور زیان نه لري.
د سوریې خبري اژانس سانا ویلي چې د امریکا دسلو توغندویزو بریدونو له ډلې یې ګڼ شمی توغندي په هوا کې له منځه وړي.

د سوریې پوځ وایي؛ دوی د اس ۱۲۵ اس ۲۰۰ او سام ۶ څخه په استفادې دا توغندي یا له منځه وړي یا یې له هدف څخه ګرځولي.
سانا ویلي د امریکا په حمله کې یواځې ۳ تنه ټپیان شوي او نور هیڅ ځاني مرګ ژوبله نه لري.
تر بریدونو وروسته د بشارالاسد د حکومت پلوي خلک لارو کوڅو ته راوتلي او د امریکا د ناکام برید له امله یې د خوښۍ جشن جوړ کړی.
د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس وایي؛ پر سوریه نور برید نه کوي او دا یې لومړی او وروستی برید و.
فرانسې هم ویلي چې د سوریې د حکومت نسکورول یې هدف نه و ،یواځې یې د کیمیاوي وسلو زیرمې له منځه وړلې.
روسیې ویلي چې توغندویز بریدونه د دوی دوو لویو پوځي اډو ته نه دي رسیدلي.
ایران دا بریدونه غندلي خو ترکیې یې هرکلی کړی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button