واورو او ورښتونو د سالنګ لویه لار د ترافیکو په مخ تړلې

پروان (کابل ټکی کام : جمعه، ليندۍ،۲۰مه ۱۳۹۴ ل)

له دوه ورځو ارهيسې مسلسل ورښتونو،  بادونو او واورو له امله د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه .

د سالنګ دغه لویه لار چې کابل له شمالي ولایتونو سره نښلوي د سختو واورو او سیلۍ له امله له تېر ماذديګر راهیسې بنده ده .

جنرال رجب چې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ادارې مشر دی نن رسنیو ته  ویلي، چې دمسافرو دخونديتوب لپاره دغه لاره جنوبي او شمالي خواته دوي له لوري بنده شوې ده.

همدارنګه رجب زیاتوي، چې د موسمیاتو پېژندنې ادارې د اټکل له مخې تر سبا سهار پورې به دغه تېزه سېلۍ  او باران جاري وي.

خبرځای وايي دسالنګ دواړو طرفونو ته دپروان دجبل السراج له لوري د تاجیکانو سیمه او دبغلان ولایت دمرکزي بغلان ولسوالۍ دملخان سیمه کې ګڼ شمیرمساپروړونکي او باري موټر بند پاتي دي .

د یادونې وړ ده چې د سالنګ دغه لویه لا د ژمي سړې هوا او د ورښتونو او واورو له امله بنديږي .

سليم بریال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button