د ملا محمد رسول دوه پلوي قومندانان ووژل شول

کابل ټکی کام ۲۰لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
په ترلاسه شویو خبرونو کې ویل شوي دي چې د ملا رسول دوه قومندانان له طالبانو سره په یوه پېښه کې وژل شوي دي.
یاد دوه قومندانان هر یو ملا ظریف او ملا تور جان چې د محمد رسول د ډلې دوه مهم قومندانان ول.
خبر وایي، ملا رسول چې دا مهال په شینډنډ کې دی د هرات ولایت لپاره یې ملا ننګیالی والی ټاکلی وو، چې همدې ولایت ته روان وو، او د طالبانو له یوه چریکي کمین سره مخ شول.
داسې ویل کیږي چې ملارسول د طالبانو په وړاندې په جګړه کې له اربکیانو او دولتي چارواکو سره یوځای شوی دی.
د یادونې وړ ده، کله چې د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر اخوند وفات شو نو د هغه د وصیت سره سم علماوو ملا اختر محمد منصور اخوند خپل مشر وټاکو، او د بیعت لپاره یې خلک را وبلل، خو ملا رسول او ملا عبدالمنان نیازي  یې په څرګند ډول مخالفت وکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button