
په فاریاب کې متنفذین علماء،او په جوزجان کې دقوماندان په ګډون ۲۰تنه اربکیان له طالبانو سره یوځای شوي
(کابل ټکی کام۱۳۹۷ وری ۲۵)
د فاریاب ولایت څخه خبرونه وایي چې د دې ولایت په ګریزیوان سیمه کې څو تنه ځایي متنفذینو علماؤ له وسلوالو طالبانو سره د یوځای کیدو اعلان کړی.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي؛ دا متنفذین علماء تر دې وړاندې په درس اوتدریس بوخت و، چې د کندوز پر مدرسې تر بمبار وروسته یې د خپلو ټولو ولسونو په نمایندګي د طالبانو لیکو ته وردانګلي .
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د کندوز د پیښې په غبرګون کې په یو شمیر نورو سیمو کې د مدرسو ځینو علماؤ له خپلو شاګردانو او متعلقینو سره یوځای د طالبانو لیکو ته ورغلي.
بل پلو له جوزجان ولایت څخه راپورونه وایي چې د دې ولایت په قوشتپه ولسوالۍ کې د یوې ۲۰ کسیزې ډلې قوماندان له خپلو ټولو ملګرو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوی.
طالبانو د یاد قوماندان نوم بهرام ښودلی او ویلي یې دي چې نوموړی نن ورځ له خپلو ۲۰ ملګرو سره یوځای د دوی لیکو ته ورغلی .
دولتي چارواکو تر دې مهاله په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
دا په تیره یوه اونۍ کې دوهمه لویه ډله دولتي ځواکونه دي چې له طالبانو سره یوځای کیږي.
باید وویل شي چې د فاریاب په ولایت کې په تیره یوه میاشت کې ګڼ شمیر قوماندانان له خپلو سلګونو اربکیانو سره یوځای له طالبانو ملاتړ کړی دی



