(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۵)
د تخار ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ اړوند د جندک په سیمه کې محلي پولیسو (اربکیانو) پر یوې کلیوالې میرمنې دجنسي تیري هڅه کړې .
د فریدې په نامه یوې ۲۷ کلنې میرمنې رسنیو ته ویلي ؛دوه ورځې وړاندې د ینګي قلعه د محلي پولیسو د مشر ملک تاتار اړوند څو مسلح کسان یې کور ته ورغلي چې یوه یې پر دې حمله کړې او بل ملګري یې هڅه کوله چې د نوموړې پر ۱۲ کلنې لور باندې حمله وکړي، چې بریالی شوی نه دی.
فریدې د سلام وطندار خبري شبکې ته ویلي؛ چې تر تیري وروسته ځایي ادارې ته د شکایت په خاطر ورغله چې په خبره یې هلته هم د انور قزیل، میر، زمان او استاد حفیظ په نامه د قوماندانانو له خوا سخته وهل شوې او خبرداری ورکړل شوی چې خپل کور ته د ورتګ هڅه دې نه کوي.
فریدې ویلي؛ هغه پولیس چې پر دې یې تیری کړی نه پیژني خو د دې د لور ځورونکی شخص یې پیژندلی چې زمان نومیږي او د ملک تاتار اړوند د اربکیانو ځایي قوماندان دی.
خو ملک تاتار بیا د فریدې ادعاوې نه مني او زیاتوي چې دا کسان د نوموړي کسان نه دي.
په دې وروستیو کې د هیواد په مختلفو سیمو کې د امنیتي ځواکونو له خوا د میرمنو ځورول زیات شوي چې وروستۍ پیښه هم د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د مرکز اړوند سیمه کې وه چې د محلي پولیسو یوه ډله عسکر د خپلو نورو ملګرو کورونو ته ور اوښتي و او پر دو ښځو یې ترسهاره جنسي تیری کړی و ، چې ځایي ادارو هم د دې جنایت پخلی کړی و ، خو مجرمینو ته یې حکومت هیڅ ګواښنه نه ده کړې.
که څه هم اساسي قانون د جزا مادې پر جنسي تیري تورنو کسانو ته سزا ټاکلې خو له لویه سره دې قانون عملي جنبه نه ده خپله کړې او په ورځنۍ توګه لسګونه ورته پیښې د هیواد په ګوټ ګوټ کې ترسره کیږي چې ډیری یې رسنیز پوښښ نه لري.
تیرکال یوې څیړنې ښودلې وه چې؛ له امنیتي ادارو نیولې بیا د روغتیایي چارو په ټیمونو کې تر کارمندو ښځو پورې هره یوه یې په یو نه، یو ډول د جنسي ځورونې سره مخ دي.















