کرکټ بورډ شهزاد محمدي درې لکه افغانۍ جريمه کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۵) د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې کيپر شهزاد محمدي يې درې لکه افغانۍ جریمه کړی دی.
د کرکټ بورډ مشر شکرالله عاطف وايي، نوموړی له دې کبله جريمه شوی چې څه موده مخکې يې له هېواده بهر بغير د کرکټ بورډ اجازې د يوې لوبډلې لپاره لوبه کړې وه.
د افغانستان د کرکټ بورډ د ډيسپيلين څانګې مشر الله داد نوري وايي، شهزاد محمدي د کرکټ نړيوالو قوانينو خلاف کار کړی په خبره يې که راتلونکي کې نوموړي يوځل بيا دغه عمل تکرار کړ نو د لوبو بنديزونه به پرې ولګول شي.
د افغانستان کرکټ بورډ په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو څو ورځې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي و ګنې شهزاد محمدي د پاکستان په پېښور کې د يوه ځايي کلب لوبډلې سره لوبېدلی دی.



