د پاکستان لمړی وزیر نواز شریف ترکمنستان ته ورسید

کابل ټکی کام فرید احمد

د پاکستان لمړی وزیر محمد نواز شریف په یوه درې ورځني سفر د ترکمنستان هیواد پلازمينې عشق اباد ته ورسید.

ښاغلی شریف به هلته په ترکمنستان کې د کامل بې پلوي توب نړیوال کنفرانس کې د ګډون برسیره د کوربه هیواد ولسمشر قربان علي سره لیده کاته وکړي او د سیمې په حالاتو به ورسره خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا ددغه سفر موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارتي پراختیا او د سیمې د حالاتو  جاج اخیستنه اعلان شوې ده.

ښاغلی شریف به هلته د ګاونډیو ملکونو د مشرانو سره هم لیده کاته او په یو لړ مسائلو به ورسره خبرې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button