بغلان: د ولسي جرګې پر غړي وسله وال بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۷) په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو پر استازي قدرت الله ذکي نن له غرمې وروسته وسله وال بريد شوی دی.
ځايي سرچينې وايي، قدرت الله ذکي له تخار ولايت څخه کوندوز ته پر لاره و چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په چهارشنبې سيمه کې د وسله والو طالبانو تر بريد لاندې راغی.
يوې امنیتی سرچينې ويلي، په پېښه کې نوموړی سخت ټپي دی او د هغه څو ساتونکي وژل شوي دي.
د بغلان د پوليسو وياند ذبیح الله شجاع هم دغه بريد تاييدوي په خبره يې په بريد کې قدرت الله ذکي ته زيان نه دی اوښتی خو د هغه يو ساتونکی ټپي دی.
له بله پلوه د بريد مسئوليت طالبانو منلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد وايي، د بريد په ترڅ کې ذکي مرګونی ټپي شوی او د هغه درې ساتونکي وژل شوي دي.
وخت ناوخت د بغلان په مربوطاتو کې وسله وال طالبانو لويو لارو ته راووځي او د حکومتي چارواکو په ګډون په سترو نظامي کاروانونو هم بريدونه کوي.



