ولسمشر د څارګرې ادارې د پخواني وزیر رحمت الله نبيل کړې نیوکې په اشارو کې رد کړې

کابل ټکی کام راپور فرید احمد
د افغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني د نبیل هغه ادعاوې چې په یوه خپور شوي لیک کې یې د خپلې کړې استعفا علت ښودلی وو، په اشارو سره رد کړې.
ښاغلي نبیل دوه ورځې وړاندې له خپل منصب څخه د استعفا علت دا ښودلی وو چې د حکومت له تکلارو سره جوړ نه وو، او پر هغه په زور سره اکثره کارونه تحمیل شوي وو، هغه همداشان زیاته کړې وه چې ولسمشر غني په شفاهي ډول په کراتو د استعفا غوښتنه ترې کړې وه.
نبیل په ټولنیزه رسنۍ فیسبوک پاڼه کې ویلي وو چې په عین وخت کې مونږ وژل کیږو او هلته د دښمن کور ته ورځو، ترڅو د خیر طمعه ځينې ولرو.
افغان ولسمشر د خپل هغه سفر په اړه چې اسلام اباد ته یې کړی وو یو خبري کنفرانس ته وویل چې د امریکا او چین په منځګړيتوب سره به ډير ژر له طالبانو سره خبرې اترې پیل شي.
ولسمشر غني همداشان (د نبیل په رد کې) وویل چې د پاکستان له همکارۍ پرته په افغانستان کې جنګ ختمیدل ناشونۍ کار دی.
ښاغلي غني وویل چې افغان حکومت د اساسي قانون په چوکاټ کې کولای شي له طالبانو سره د صلحې خبرې وکړي چې پدې کې پاکستان کارنده رول اداء کولای شي.
رحمت الله نبیل یوه ورځ وروسته له هغه استعفا ورکړه چې ولسمشر غني پاکستان ته سفر وکړ.
نبیل په ۱۳۸۹ کې وروسته له هغه د څارګرې ادارې مشر وټاکل شو کله چې امرالله صالح استعفا ورکړه.
ښاغلي صالح او د کورنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر هغه مهال له خپلو دندو ګوښه کړای شول چې کله په هغه لویه جرګه توغندیز برید وشو چې ۱۶۰۰ کسان وربلل شوي وو.
ښاغلی نبیل بیا په ۲۰۱۲ کال کې د نامعلومه وجوهاتو له کبله له دندې ګوښه او پر ځای یې د سرحدونو چارو پخوانۍ وزیر اسدالله خالد وټاکل شو.
ښاغلی اسدالله خالد چې طالبانو ته له بل هرچا زیات مطلوب شو، د ملي امنیت په یوه میلمستون کې د سرتیري برید ښکار شو او مرګونی ټپي شو، چې لا هم د ټپونو څخه بستریز پروت دی.
د اسدالله خالد له ټپي کیدو سره سمدلاسه یو ځل بیا نبیل له پارلمان څخه د پوره رايې ترلاسه کولو وروسته د څارګرې ادارې مشر وټاکل شو.
ښاغلی نبیل په پيښور کې د آي ار سي د انجینرۍ له برخې فارغ شوی او د ملګرو ملتونو سره يې څوکاله کار کړی دی، چې وروسته د امنیت په برخه کې په یو لړ دندو وګمارل شو او د ستر جنرالۍ رتبه یې هم ترلاسه کړه.


