(کابل ټکی کام ۱۳۹۷وری ۲۸)
د ملي یووالي د حکومت اجرایه مشر داکتر عبدالله نن په ټاکنو کې د خلکو له پڅ ګډون څخه اندیښنه وښوده او په دې تړاو یې د انتخاباتو ټیمونه ملامت وبلل چې د ده په وینا هغوی هم په دې اړه دخلکو عامه پوهاوي ته پام نه دی کړی.
اجرایه رئیس ویلي؛ څلور ورځې تیریږي خو لاهم ټاکنیزو ټیمونو ته د خلکو د ورتګ لړۍ پڅه روانه ده چې د ده په خبره؛ دې کار د راتلونکو ټاکنو مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راوستل شوی دی.
د تاکنو کمیسیون وایي؛ په تیرو دو ورځو کې د افغانستان په کچه یواځې ۱۲ زرو تنو خپل نومونه ثبت کړي.
په ټاکنو کې د ثبت نام لړۍ به تر راتلونکو دو میاشتو روانه وي چې په همدې حساب سره به تر راتلونکو دو میاشتو یواځې ۳۹۰ زرو کسانو خپل نومونه ثبت کړي.
همداراز که د یاد بهیر ۱۰۰% چټکتیا راغله بیا به هم یواځې یو نیم میلیون کسان د دې پروسې ګډونوال وي چې د افغانستان د ۳۰ میلیونه نفوس استازي توب به کوي .
طالبانو هم له خلکو غوښتنه کړی چې په دې جعلي پروسه کې ونډه وانخلي،ځکه د دوی په وینا چې د دې ټاکنو نتایج به هم د تیرو هغو په څیر امریکایان معلوموي.
همداراز ولسونه تیرو ټاکنو ته په کتو سره چې له فساد او لاسوهنې ډکې وې د بیا لپاره په ټاکنو کې ونډې اخیستلو ته زړه نه ښه کوي.
د ټاکنو کمیسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي وایي؛ افغان ولس پر ټاکنو خپل ټول باور له لاسه ورکړی او اوس نه غواړي په یوه تیر ایستونکې پروسه کې ګډون وکړي


















