ترکيه وايي، يوه مياشت کې يې۷ زره غير قانوني افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۸) د ترکيې د کډوالۍ چارواکي وايي، په تېره يوه مياشت کې يې نږدې اووه زره غير قانوني افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
د ترکيې انادولو خبري اژانس د دغې هېواد د کورنيو چارو وزارت د کډوالۍ څانګې له قوله ليکلي، په تېرو څو اوونيو کې ۶۸۴۶ بې اسنادو افغانان يې کابل ته لېږدولي دي.
د سرچينې په وينا، ياده شمېره ناقانونه افغانان يې له ارزورم، اګري او ازمير ولايتونو څخه په بېلابېلو پروازونو کې افغانستان ته استولي دي.
د ترکيې د کورنيو چارو وزارت وايي، د زرګونو نورو افغانانو د بېرته ستنېدلو لړۍ هم په بشپړېدو ده او په نږدې وخت کې به هغوی هم خپل هېواد ته ولېږل شي.
په هېواد کې د بېکارۍ، فقر او بې وزلۍ له کبله زرګونه افغانانو خپل هېواد پرېښی او په سختو لارو اروپايي ملکونو ته د مزدورۍ لپاره په قاچاقي لارو تللي چې سلګونه يې په لارو کې د قاچاقبرانو، د ځينو هېوادونو د پوليسو له لوري وژل شوي او سلګونه نورو په سمندرونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.



