۳۵ کاله وروسته په سعودي کې رسماً سینما پرانیستل شوه
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری۳۰)
د سعودي رسنیو خبر ورکړی چې د دې هیواد په پلازمینه ریاض کې له لسیزو وروسته په لومړي ځل یوه سینما پرانیستل شوه.
د سینما په پرانیسته کې زرګونو کسانو ګډون کړی و او په افتتاحیه مراسمو کې یې د هالیوډ د تور زمري فلم نندارې ته وړاندې شو.
سعودي مشرانو په دې غونډه کې وویل؛ چې د امریکا د ای ام سي شرکت ورسره ژمنه کړې چې په راتلونکو ۵ کلونو کې به ورته د هیواد په ګوټ ګوټ کې ۴۰ سینماوې جوړوي.
په یادو سالونونو کې ښځو او نارینه وو ته یوځای په پام کې نیول شوی او د نورو هیوادونو په څیر به هرڅوک په پوره آزادي سره په کې ګډون کولی شي.
د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د سینما پرانیسته د خپلو اصلاحاتو لړۍ بللې او د لا پراخوالي ژمنه یې کړې.
شاوخوا ۳۵ کاله وړاندې په اویایمو کلنو کې هم سعودي سینما درلوده خو د اسلامپالو تر واک ته رسیدلو وروسته وتړل شوه.
سعودي مشرانو په دې وروستیو کې ګڼ تحولات په خپل هیواد کې راوستلي چې کتونکي یې د دې هیواد په تاریخ کې بې مخینې بولي.



