د ترکیې پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې تر ټاکل شوې مودې مخکې ترسره کېږي

د ترکیې ولسمشر ویلي چې د هېواد پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې به تر ټاکل شوي وخت یو کال مخکې ترسره شي.

رجب طیب اردوغان تېره ورځ (چار شنبه، ۱۸ اپرېل)، د ترکیې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوه مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا پر مهال وویل، ”موږ پرېکړه کړې ده چې ټاکنې د روان ۲۰۱۸ز کال د جون پر ۲۴مه نېټه ترسره شي.“

اردوغان د راتلونکو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوې نېټه له خپل متحد او د ”حزب حرکت ملي“ ګوند له مشر، دولت باچیلي، سره تر کتنې وروسته اعلان کړه. دولت باچیلي د تیرې دوشنبې په ورځ وړاندیز کړی و چې ولسمشریز او پارلماني انتخابات باید تر ټاکل شوي وخت مخکې ترسره شي.

ښاغلي اردوغان د نوې پرېکړې د لامل په اړه وویل، ”دا تصمیم د سیمې د خاصو شرایطو، په ځانګړې توګه د سوریې بحران او د عراق بدلونونو ته په کتو سره نیول شوی دی.“

د اردوغان په خبره، دغه ټاکنې به ”د پخواني سیسټم ناروغۍ“ ورکې کړي.

تر دې وړاندې د ترکیې د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو نېټه د ۲۰۱۹ز کال نومبر میاشت ټاکل شوې وه.

له نویو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو وروسته به، د ترکیې د حکومت پارلماني نظام به پر ریاستي نظام بدل شي. په دې سره به ولسمشر زیات واک ترلاسه کړي، د لومړي وزیر مقام به له منځه ولاړ شي او د پارلمان واکونه به راکم شي.

ولسمشر دا ټول واکونه د تېر ۲۰۱۷ز کال په اپرېل میاشت کې د اساسي قانون د بدلون په اړه له یوې ټولپوښتنې وروسته ترلاسه کړل. په یاده ټولپوښتنه کې تر بریا وروسته، چې ٪۵۱.۴ خلکو پکې د تایید او ۴۸.۶٪ خلکو د رد رایه کارولې وه، د لومړي وزیر مقام لغوه شو، ولمسشر د سیاسي ګوند د غړیتوب او د خپلو مرستیالانو د ټاکلو اجازه ترلاسه کړه. همداراز، د ولسمشر قضايي واک هم زیات شو.

د ترکیې تر خپل وخت مخکې ترسره کېدونکي انتخابات به په بیړني حالت کې ترسره شي. بیړنی حالت د ۲۰۱۶ز کال د جولای میاشتې تر ناکامې کودتا وروسته اعلان شوی، او د ترکیې پارلمان تېره ورځ (۱۸ اپرېل) د ۳ نورو میاشتو لپاره تمدید کړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button