چارواکو په بدخشان کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۹۷ وری ۳۱)

دولتي چارواکي وایي چې د بدخشان ولایت د جرم په ولسوالۍ کې یې د وسلوالو مخالفینو پرضد پراخ عملیات کړي او لسګونو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حمید رضایي وایي؛ په دې عملیاتو کې یې د دولت ۲۷ مخالف وسلوال وژلي او ۱۸ نور ټپیان دي.
نوموړي ویلي؛ چې په دې عملیاتو کې یې د هغوی یوه مرکزي قرارګاه هم له منځه وړې او په خبره یې چې دا عملیات نږدې پای ته رسیدلي او په لنډ وخت کې به د دې ولایت په یمګان وردوج او راغستان ولسوالیو کې هم ورته تصفیوي عملیات په لار واچوي.
خو طالبانو بیا د عملیاتو له پیله هم انکار کړی او ویلي یې دي چې دولتي ځواکونو په جرم کې نه کوم عملیات کړي او نه هم طالبان کوم تلفات لري“موږ د دښمن دغه پروپاګند په کلکه ردوو، په بدخشان کې زموږ یو مجاهد هم نه دی شهید شوی او نه هلته داسې کوم عملیات شوي.”
باید وویل شي چې د بدخشان په ډیری ولسوالیو کې طالبان پراخ نفوذ او زیات ولسي ملاتړ له ځانه سره لري او دولتي ځواکونو په ځلونو هلته د عملیاتو پیل کړی چې بیرته د سیمو پریښودلو ته اړ شوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button