غزني: طالبانو يوه قرارګاه او څلور پوستې نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غوایی ۱) وسله والو طالبانو تېره شپه د غزني ولايت په مرکز کې روضې ته نږدې سيمه په دولتي پوستو بريدونه کړي چې طالبان وايي څلور پوستې او يوه ستره قرارګاه يې نيولې ده.
د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، د بريدونو په پايله کې د (انګار، اومانو، چارکي او ژرندو) په نوم پوستې او د پوليسو يوه لويه قرارګاه نيول شوې ده.
خبرپاڼه زياتوي، دغه پوستې له تېرې ډېرې مودې راهيسې د طالبانو له لوري کلابندې وې او تېره شپه يې د پريکنده جګړې په ترڅ کې نيولي چې پر مهال پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او په زياته اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاسته لوېدلي دي.
ځايي امنيتي سرچينې دغه بريدونه تاييدوي خو تر اوسه ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې هم په ياده سيمه کې طالبانو په دولتي پوستو بريدونه کړي و او درې پوستې يې نيولې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د غزني د ولايتي شورا غړو په يوې اعتراضیه غونډه کې د دغې ولايت د سقوط اندېښنه څرګنده کړه.
د راپورونو پر بنسټ، د مرکز په ګډون د غزني په نږدې اويا سلنه خاوره طالبان واکمن دي او د دغې ولايت د ټولو ولسواليو مرکزونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي.



