بلخ: د چاربولک ولسوالۍ امنيه قومندان د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غوایی ۲) د بلخ ولايت د چاربولک ولسوالۍ امنيې قومندان ضابط خنجر د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

ځايي سرچينې وايي، قومندان خنجر په تېره ورځينې جګړه کې چې د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ وشوه سخت ټپي شو او بيګا شپه يې د ۲۰۹ شاهين قول اردو په يوه روغتون کې ساه ورکړه.

قومندان ظابط خنجر پنځه کاله د چمتال ولسوالۍ امنيه قومندان پاتې شوی او له تېرو څلورو کلونو راهيسې په چاربولک کې د امنيې قومندان په توګه دنده کوله.

طالبانو د بريد مسئولیت منلی کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼې کې ويلي، چې په پرونۍ جګړه کې د امنيې قومندان د وژل کېدو سربيره دوه نور قومندانان (الماس او سرور) سره له اوولس عسکرو وژل شوي او شپاړلس پوليس او اربکيان نور ټپيان دي.

د يادونې ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې دولتي ځواکونو غوښتل د چهاربولک ولسوالۍ په چهارسرکه، ثوريان او اختپه سيمو کې عمليات وکړي، خو د طالبانو له کلک غبرګون سره مخ شول چې په ترڅ کې يې سختې نښتې وشوې.

طالبان وايي، عملياتي قوې هيڅ پرمختګ نه دی کړی او د تلفاتو په ليدلو سره يې بیرته سيمې خوشې کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button