د عوامو لپاره يوه توصيه!

مولوي محمد هارون صدیقي

(و انماحق العوام ان يومنوا ويسلموا و يشتغلو بعبادتهم و معايشهم و يترکوا العلم للعلماء فالعامي لويزني و يسرق کان خيراً له من ان يتکلم في العلم فانه من تعلم في الله و في دينه من غېر اتقان العلم و قع في الکفر من حيث لايدري. )
ژباړه: د عوامو لپاره دا لا زمه ده چي، ايمان او اسلام قبول کړي په خپل عبادت او د ژوند تېرولو په چارو کي مشغول سي. د علم ( او عقائدو ) په خبرو کي دي مداخله نه کوي. عقائد او نور فقهي مسائل دي علماء کرامو ته وسپاري. د عوامو لپاره په علمي مسائلو کي مداخله کول تر غلا او زنا کولو ډېر بده او خطر ناکه ده.ځکه؛ کوم څوک چي په علمي مسائلو کي پوهه او مهارت نه لري او هغه کس د الله تعالى په دين او د دين په مسائلو کي بحث او خبري کړي يا يې کوي، امکان لري په داسي لاره روان سي چي هغه به کفر او ګمراهي وي او دى به په دين کي د خپلي ناپوهۍ له امله نه وي خبر، نفس او شيطان به يې د ناپوهۍ له امله د کفر او ګمراهۍ کندي ته ور وغورځوي.
د عوامو وروڼو لپاره دا په کار ده چي د يوې مسئلې د حل لپاره د دين علما‌ء کرامو ته ورسي او د يوې مسئلې حکم ( پر ځاى د دې چي خپله يې حل کړي ) له علماء کرامو څخه يې معلوم کړي او عوامو وروڼو ته دا هم نه ښايي او نه ورته جائز ده چي د عقائدو او فقهي په هغه باريکو مسائلو کي بحث وکړي چي له کتابه يې زده کړي نه وي ځکه چي، ډېر ځله عوام په هغو مسائلو کي چي له يوه او بل عالم او يا يوه او بل چا څخه اوري، د وخت په تېرېدو سره ترې هېريږي او په هغو کي غلطي کوي.
په يوه حديث شريف کي راځي: ژباړه، يو شخص حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته راغى او ورته ويې ويل: اې د الله تعالى رسوله! ماته د علم بارکي را وښيه. نبي علیه السلام له دغه کس څخه پوښتني وکړې او ورته ويويل:
١ – تا د الله تعالى جل جلاله معرفت حاصل کړى دى؟.
٢ – تا د الله تعالى جل جلاله حقوق ادا کړي دي؟.
٣ – تاته د مرګ د راتګ وخت معلوم دى؟.
٤ – تا مرګ ته تيارى نيولى دى؟.
په اخر کي نبي علیه السلام ورته وويل: ته اول ولاړ سه بنياد مظبوط کړه او بيا راسه چي زه و تاته د علم بارکي در وښييم.
درنو لوستونکو! او مسلمانانو وروڼو دا هر مسلمان ته ښکاره ده چي د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ژونداو راتګ دې نړۍ ته لکه د نورو انبياء کرامو د دې هدف لپاره وو چي، د الله تعالى ستر مخلوق انسان څرنګه د ذلت او ګمراهۍ له لاري چي نفس او شيطان ورته غوره کړې ده را و ګرځوي او د خپل خالق الله تعالى جل جلاله و لوري ته يې مخ واړوي. د بتانو له عبادته يې را وګرځوي، له شرک او بد بختۍ څخه يې را بېل کړي او د الله تعالى جل جلاله د عباداتو ډول او د واحد خداى جل جلاله د وحداينت مفکوره يې و مغزو ته ور د ننه کړي او له هغي لاري څخه يې منع کړي چي د الله تعالى جل جلاله د قهر او غضب سره مخامخ کيږي او هغه لاره ورته وښيي چي د الله تعالى جل جلاله رضا او خوښي په کښي وي خو بيا هم چي کله له ده مبارک څخه يو صحابي د علم د بارکى پوښتنه کوي چي ځان د هدايت و لوري ته نژدې کړي. هم دى مبارک ځواب نه ور کوي او ورته وايي:چي تا د الله جل جلاله معرفت حاصل کړى؟ تا د الله جل جلاله حقوق ادا کړي دى، تا ته د مرګ د راتګ وخت معلوم دى، تا مرګ ته تيارى نيولى دى؟.هغسي ځواب لکه سائل چي يې غواړي نه يې ورکوي. ځکه چي، دلته دوې خبري دي، يو خوا ته حضرت محمد صلی الله علیه وسلم غوښتل چي سائل لومړى د هغه څه زده کړي ته و هڅوي چي د دين په زده کړه کي لومړۍ خبري دي ځکه چي تر دې وخته د سائل پوهه او استعداد هم دومره و او بل حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته معلومه سوه چي سائل د دې وړتيا نه لري چي د دغسي علمي مسئلو ادراک دي وکړي. نو زه هم د پورته حديث شريف له فهم څخه دا مطلب افاده کوم چي دغسي بحثونه د عوامو لپاره هيڅ معنى نه لري چي خپل وخت په مشغوله کړي.
عوامو ته په کار ده چي، د دين په مسائلو کي د علما‌‌ء سره بحث ونه کړي. يوازي له علماء څخه د دين د مسائلو په اړه چي دوى ور سره مخ کيږي پوښتني وکړي او ورباندي باور وکړي. که عوام داسي و نه کړي تل به د نفس او شيطان په لومو کي بند وي او د الله جل جلاله له قهر او غضب سره به ځکه مخامخ وي چي نه يې خپله د دين مسائلي زده کړي وي او نه د علماء کرامو خبرو ته غوږ ږدي.
موږ ډېر عاجزه يو، الله تعالى دي موټول له داسي يو او بل ډول عقائدو څخه وساتي لکه څرنګه چي نن ورځ ځينو مسلمانانو خپلي کړي دي. دغه د ګډو وډو عقائدو کسان بل هدف او مقصد نه لري.يوازي او يوازي په دې فکر کي دي چي څرنګه د عامو او په دين او خپل مذهب باندي د ناخبرو خلکو په زړونو کي وسواسه ورپيدا کړي او فکرونه يې و ګډ وډ کړي او خپلو اسلافو، علماء کرامو او خپلو مشرانو لکه پلار او نورو سره يې په اختلاف کي واچوي او د يو او بل ډول پوښتنو او په خپلو علماء کرامو باندي د پوښتنو، بې باوريو پيدا کولو او له هغوى سره په اختلافاتو پيدا کولو کي يې د ځان په لور ور وبولي او دغه وسواسه اچوونکي له نالوستو کسانو څخه د خپلي لاري حقاينت ورک او د خپلي لاري حقانيت ورته ثابت کړي.
دا کسان چي غېر مقليدين دي، ددوى دا عقيده ده چي، څلور سره مذهبه ( هغه که حن في مذهب دى، که شافعي مذهب دي، که مالکي مذهب دى، که حنبلي مذهب دى ) باطل دي.
غېر مقلد او په ناپوهۍ کي لامذهبه ځان جوړول د دوى شعار دى، د خپل نفس د غوښتونو پيروي کول، د مجتهيدينو تقليدکول باطل او شرک بلل دا د دوى کارونه او عقائد دي. موږ وايو: داسي کار کول يو حرام کار دى. دغسي عقيده درلودل سبب د ګمراهۍ ګرځي. ځکه د غېر مقليدينو پېشوا مولانا محمد حسين بټالوى وايي:
د غېر مجتهد لپاره دا جائزه نه ده چي د مجتهدينو څخه تېښته وکړي يعني د عوامو لپاره دا ضروري ده چي د يوه مجتهد تقليد وکړي او د خپل مجتهد په اقوالو با ور وکړي.له دې خبري وروسته مولانا محمد حسين بټالوي د دې خبري ښه وضاحت کوي دى وايي:
ا د ۱۵ کالو تجربه ده. او دارا ته معلومه سوېده، هغه کسان چي علم نه لري او ځان ته د مجتهد منسب ور کوي او د حقيقي مجتهدينو تقليد پرېږدي، داسي کسان په اخر کي د اسلام مبارک دين سره خداى په اماني وکړي او يا ځيني يې عيسايان سي او ځيني يې بيا لامذهبه سي.
هم دغسي د غېر مقليدينو مشر نواب صديق حسن خان د خپلو غېر مقليدينو په اړوند وايي:
( فقد نبت في هذه الزمان فرقة ذات سمعة ورياء تدعي انفسها علم الحديث والقرآن و العمل و العرفان )
ژباړه: په دغه زمانه کي يوه ډله پيدا سوېده چي شهرت خوښوونکي دي او ريا کاره دي. د علم د نه شتون سره ځان د علم او عمل عاملين بولي. سره له دې چي په دوى کي د علم، عمل او عرفان بوى هم نسته.محترم حسن خان صاحب په پورته خبرو پسي زياتوي.
( فياللعجب اين يسمون انفسهم الموحدين المخلصين و غېر هم بالمشرکين و هم اشد الناس تعصباً و غلواً في الدين)
ژباړه: ډېره د تعجب خبره ده. غېر مقليدين خپل ځانونه خالص موحدين بولي او مقليدين مشرک بولي. سره له دې چي غېر مقليدين خپله په ټولو خلکو کي متعصب او غالي دي. حسن خان صاحب خپل دغه مضمون په دغه جمله پاى ته رسوي.
( فما هذا دين الافتنة في لارض و فساد کبير )
ژباړه: دغه لاره کومه چي غېر مقليدينو غوره کړې ده چي په دين کي د ناخبرۍ يا په دين کي د خپلي بې علمۍ سره سره ځانونه مجتهدين بولي ) کوم دين نه دى، بلکي دا په مځکه کي فتنه او لوى فساد دى.
د غېر مقليدنو د مشرانو له عباراتو څخه دا ښکاره سوه چي هر هغه څوک چي د اجتهاد مرتبې ته نوي رسېدلى بايد دغه کس ضرور د يوه امام تقليد وکړي.
د څلورو امامانو تقليد او په څلورو امامانو کي د تقليد حصر کېدل د جهمورو علماء کرامو په قول دا د الله تعالى جل جلاله له لوري موږ ته يو لوى نعمت را کړل سوى دى. په هر وخت کي محدثين، مفسيرن او علما ء کرام دا وضاحت کوي، کوم څوک چي له تقليد څخه منکر او له ځان څخه غېر مقليد جوړ وي، دا داسي مثال لري لکه: اوښ چي بېله مهاره وي.ځکه؛ دى د خپل نفس په غوښتونو عمل کوي او د اهل بدعت له ډلي څخه شمېرل کيږي. داسي کسان په هيڅ صورت کي د اهل سنت والجماعت څخه نه دي.
د عوامو لپاره ښه خبره هغه ده کومه چي د امام غزالي رحمه اللهله ويناوو معلوميږي چي وايي: عوام خلک دي د دين په مسائلو کي اختلاف نه کوي. ځکه چي، له دوى سره په دين کي پوهه نه وي. د خپلي ناپوهۍ له امله ځانونه د ګمراهۍ او بې ايمانۍ کندي ته ټېل وهي. د دين مسائلي دي و علماء کرامو ته پريږدي او دوى دي پر هغه مسائلو باور وکړي چي د علماء کرامو له لوري ورته ويل کيږي تر څو د علماء کرامو په اتباع سره هغه څه لاس ته راوړي په کومو سره چي د الله تعالى جل جلاله راضا حاصليږي.
مأخذ: زما عقیده.
– احياالعلوم : ٣ جلد، ٣٥ مخ.
– جامع بيان العلم : ١٣٣ مخ.
– اشاعت السنة : ١١ جلد ٢١١ مخ.
– اشاعت السنة : ١١ جلد، ٥٣ مخ.
– الحطه في ذکر صحاح الستۀ : ٦٧ مخ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button