د ډيموکراسۍ جمهوریت

حاجی حمید الله
ډيموکراسۍ په اصل کې یوناني لفظ ده په یوناني ژبه کې ډيموکراسۍ له دوو کلیمو څخه جوړه شوي جمله ده اوله جمله یې ډیموس دوهمه کلیمه یې کراتوس ده ډیموس خلکو ته وایې او په پښتو کې بې معنا ده دخلکو حکومت یا جمهوریت
د ډیموکراتانو او ډيموکراسۍ خوښونکو اصلی هدف دادی چې حکومت باید دخلکو وي نه دالله تعالی
یعني د تجويز تا تحریم حق خلک لري نه الله څه چې خلک په اکثریت سره خوښوي هغه ورته جائز دي له اسلام سره د دغي فاسدي تيورۍ (نظریې) په کټو مواردو کې شدید تضاد او تصادم راځي
په کلیدې او مهمو برخو کې د تحکیم مسئله ده اسلام کې د تحکیم حق یواځې الله تعالی لري یعني دحاکمیت سرچینه الله تعالی دي یا په شرعي اصطلاح
(شارع) الله او دهغه رسول دي چې خپلو بندګانو ته یې قوانین قوانین او د ژوند اصول، دحکومت ډول او طریقه ورښودلی جائز او ناجائز هغه دې چې الله تعالی (شارع) خپلو بندګانو ته ورښودلی دي ددغي مفکوري د رد لپاره تر ټولو ښه دلیل لاندي آیت شریف دي الله تعالی په (سورة الانعام 57) کې فرمایې: قُلْ إِنِّى عَلٰى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّى وَكَذَّبْتُم بِهِۦ ۚ مَا عِندِى مَا تَسْتَعْجِلُونَ بِهِۦٓ ۚ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۖ يَقُصُّ الْحَقَّ ۖ وَهُوَ خَيْرُ الْفٰصِلِينَ
ژباړه: ووايه: زه د خپل رب له لوري څخه پر يو روښانه دليل ولاړ يم او تاسي هغه درواغ ګڼلى دي. اوس زما په واک کښي هغه څه نشته چې د هغو لپاره تاسي تلوار نيولي ياست. د فېصلې ټول واک د الله دي، هماغه حق بيانوي او هماغه ډېر ښه فېصله كوونكې دي. مترجم شیخ عبدالحق رحمه الله فرمایلي: یعني په دي آیت شریف کې ښکاره ویل شوي چې دحکم کولو واک او صلاحیت یواځې الله تعالی لري قوانین جوړول یا تقنين دالله تعالی کار دي نه دبندګانو دحل او حُرمت واک د الله تعالی سره دي نه دبندګانو پارلمان او یا ډيموکراتيک نظام سره
د ډيموکراسۍ پلویان په دوه ډوله دي یو هغه چې اصلاً ډيموکراسۍ ژوره نه پیږنې مطالعه نه پکښي لري یوڅو خوږي خوږي خبري حقوق ازادۍ درأیې ورکولو حق دښځو او نرو ترمنځ مساوات او برابرې او داسي نور کلیمات یې اوریدلي او ورڅخه مأثره شوي دي بې له دي چې د ډيموکراسۍ غوښتنې د سپیڅلي شریعت له زاویې وګوري او د شریعت په تله کې یې وتلي یایې په اړه له دیني عالمانو او پوهانو څخه معلومات واخلې دوی هسي ډيموکراسۍ ته خوشبینه دي، او پلوی یې کوی دغه ډله خلک په جهالت سره په ژوره ګمراهۍ کې غورځیدلي دي
دویم هغه ډله خلک دي چې ډيموکراسۍ ته دیوه ارزښت په ډول قایل دي یعني ډيموکراسۍ د دوی لپاره عقیدوي شي ده دوی باور او عقیده پرې لري او په دې ګروهه (عقیده) دي چې ډيموکراسۍ زموږ د غوښتنو او حل يواځني لاره ده دا ډله خلک په دین باور نه لري اګرکه په ظاهره کې ځان مسلمان هم وبولي خو په عقیده او باور کې دین هسې عبث شي ورته ښکاري او له دین څخه د وتلو هڅي کوی چې نن زمانه کې دغه ډله خلک په مسلمانو ټولنو کې دمدني فعالانو په نامه ځانونه مطرح کوی، ځکه دخلکو د حساسیت دکنټرول لپاره په ښکاره سره ځانونه کفار نشي بللی خو په هدف کې عین کفري غوښتنې لري، او دکفر پلوه حرکاتو او هڅو مرسته کوي، کوښښ کوي چې ځانونه د مجاهدینو او مسلمانانو له ګوزاره څخه د مدني فعالیت او سوچه ملکي کس په نامه وساتې خو په واقعیت کې دغه مفسیدین د اسلام له دائري وتلي او د ډيموکراسۍ اصلی زامن دي، دوی ته په مسلمانو ټولنو او هیوادونو کې د اوسیدو حق ورکړل او یایې پلوی کول ده کفر پلوي ده او دغه ډله خلک له هغو نورو مفسیدینو او دکفارو له ښکاره غلامانو سره هیچ توپیر نه لري چې د اسلام په مقابل کې مسلح ولاړ دي دامریکا او غرب ښکاره پلوي او او غلامي کوی او په دي لاره کې په هیچ جنایت صرفه نه کوی په (المدینة الجماعیة) کې د ډيموکراسۍ په اړه لیکی (ډيموکراسۍ یو داسي تنظیم دي چې پیروان یې قصد لري چې دوی باید مطلق ازاد وي څه چې یې خوښه وي هغه دي کوی) په برطانوي دائرة المعارف کې لیکلې (ډيموکراسۍ یو داسي نظام دي چې واګی یې د اکثرو خلکو په لاس کې دي) ډيموکراسۍ او جمهوریت دلومړۍ ځل لپاره افلاطون په حکومتي سیسټم کې داخیل کړل افلاطون به د ډيموکراتیک حکومت په اړه ویل باید ټولنیز اجتماعي ژوند وکړئ حتیَ ودونه او نکاح به نه کوئ بلکې هر نارینه به له هري ښځي سره ازاد تماس نیسي ترڅو اجتماعي اولادونه منځته راشي حکومت به هم اجتماعي وي، په نتیجه کې به یې ترقي او پرمختګ راشي بل یوناني فیلسوف ارسطو بیا ددغه نظر مخالفت وکړ، هغه به ویل ودونه باید وشي، ځکه اجتماعي اولادونه ژیږول انفرادي سستي او کسالت رامنځته کوی، چې وروسته کفري ټولنه خصوصاً غربیان د ارسطو نظر عملي کړ، خو ترمیمونه یې پکښې وکړل هغوی ښځي ته هم ازادي ورکړه او هم یې د واده کولو واک ورکړ ښځه کولای شي چې په شخصي ډول په کلونو بې له کوم تړون او نکاح څخه دیو نارینه فرنډه ملګري ووسي او کولای شي له چاسره یې خوښه وي واده وکړي خو ښځه بیرته د طلاق کولو حق لري په نن زمانه کې اروپا او غربي نړۍ همدي ازادۍ ته ژمنه ده د همدي نظر د پلې کولو لپاره یې په نړۍ کې جګړي پیل کړی زموږ هيواد ته هم د همدي نظر د تطبیق لپاره راغلي او که موږ وغواړو یا نه په همدي فساد او کفر کې به ورسره غورځو مګر داچې جهاد ته زور ورکړو او د سوچه اسلامي نظام تر راتګ پوري توره لوړه او جهاد روان وساتو
ان شاء الله



