(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غوایی ۳) د افغانستان دفاع وزارت وايي، په هېواد کې د ټاکنو د ترسره کېدلو لپاره به په هوايي بريدونو کې زياتوالی راولي.
د دغې وزارت وياند محمد رادمنش رسنيو ته ويلي، د افغانستان هوايي ځواکونه هره ورځ له اويا تر اتيا پورې هوايي ګزمې کوي چې په دې کې پر وسله والو هوايي بريدونه، افغان پوځ ته د پوځي او خوراکي توکو انتقالول او د ځمکني پوځ ملتيا پکې شامله ده.
د رادمنش په خبره، هوايي بريدونه په دې موخه زياتوي چې د وسله والو بريدونو ګواښونه له منځه لاړ شي او د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره زمينه ډاډمنه فضا او امنيت برابر شي.
نوموړی زياتوي، چې افغان هوايي ځواک هره ورځ له څلورو تر دولسو پورې هوايي بريدونه کوي چې په ترڅ کې يې لسګونه وسله وال له منځه وړل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او سيمې لپاره د امريکا د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې هم زياتوالی راغلی چې تر ډېره پکې ګڼ ميشتي ملکي ځايونه په نښه کېږي او مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوړوي.


















