آصف الله آصفی
په ټول هیواد کې د ټاکنو لپاره د نومونو د ثبت لړۍ اعلان شوې او روانه ده خو د پخوا په پرتله خورا ټکنۍ ده، سیاسي شنونکي په دې اند دي چې ولس نور له دغه ډول تقلبي او جعلي ټاکنو نه ناهیلی شوی دی، ځکه چې د ټاکنو سوداګر د ټاکنو په نوم اوبه خړوي او ماهیان پکې نیسي.
ولس په تیرو ټاکنو کې ولیدل چې څه ډول یو ځل اقلیت ته زیاتې رایی حساب شوې او څه ډول دغه ټاکنې بیا له سره ترسره شوې، او څه ډول اکثریت بریالي ووت، او بیا څه ډول په اکثریت ملنډې ووهل شوې، او د نړي له آبل سر نه یو پست عیسايي د شهیدانو د پاک کور په درشل خپل نجس قدمونه کیښودل او بیا یې د ټاکنو دوه دلالان څه ډول سره پخلا کړل، او د ملت رایو ته څه ډول سپکاوی وشو؟ او څه ډول د ملت د رایو پر ځای د جان کیری رایې ته درناوی وشو، همغو دوه سوداګرو د ملت د رایې پر ځای د جان کیري رایی ته احترام وکړ، د ملت رایه یې شاته وغورځوله خو د یوه مشرک عیسایی رایه یې د قرآن د سیپارې پر څیر پر خپله سینه ونیوله او هغه یې عملي کړه، چې له کبله یې خپلو ځانونه هم په نړیواله سطحه په سپکو سپک کړل او هم یې خپل ملت خوار او زار او په سرو وینو کې ډوب کړ.
ملت او ولس دغه ناورین د تیرو ۵ څلورنیمو کلونو راهیسې په خپل سترګو ولید، نو ځکه اوس په دې عقیده دی چې په ټاکنو کې برخه اخیستل له یوه پلوه پر ځان ملنډې وهل دي او له بل پلو ته ځان ته اخروي مسؤلیت جوړول دی.
نو ګټه یې څه ده؟
د امریکا غږ راډیو هم د خپل منافقت رول ادا کوي، خلکو ته فرصت ورکوي چې د ټاکنو په هکله ورته زنګونه ووهي او خپل نظرونه ووایي، زیاتره خلک چې د ټاکنو پر ضد نظرونه څرګندوي، خو امریکا غږ رادیو یا اشنا غږ راډیو یا ازادي راډیو چې د یوې خرې درې کتې دي، د دغسی خلکو آوازونه په ستوني کی خف کوي په دی معنی چې تلیفون پری ګُل کړي او بیا د اوریدونکو د غولونې په موخه وایی چې متأسفانه تلیفون یې قطع شو، حال دا چې نه دغه منافقه راډیو نه غواړي چې د حقیقت روښنایی د خلکو تر سترګو ورسیږي، او دغه منافقه راډیو غواړي چې خلک په تیارو کې وساتي څو له فرصت نه استفاده وکړي او د خپل خوښي خلک پر دغه شهید روزونکي خاروه حاکم کړي.
خو ځینې خلک بیا هم نه پوهیږي، د افغانستان مجاهد ولس او ملت د حال په ژبه چیغې وهي چې دغه ټاکنې د پخوا په څیر د امریکا او غرب د تیرویستلو له کړیو څخه یوه کړۍ ده، او د اسلام ټکونې له ډیری پروژو څخه یوه پروژه ده.
مجاهد ولسه !
تر څو چې په هیواد کې په رښتینې معنی استقلال نه وي حاکم شوی، او په رښتینی معنی ټاکنو ته زمینه نه وي برابره شوي، په دا ډول منافقانه ټاکنو کې له برخې اخیستنې په کلکه ډده وکړئ. چې هم له اخروی مسؤلیته وژغورل شئ او هم په لوی لاس د اسلام دښمنان د قدرت په څوکیو کینولو کې اوږه ورنکړئ.


















