طالبان: بشري ټولنې دې د ناروغو بنديانو روغتيا ته پاملرنه وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۴) د پلچرخي او باګرام زندان په ګډون د هېواد د بيلابيلو ولايتونو په محبسونو کې بنديان د ناروغۍ له کړاوه زوريږي او د زندانونو د چارواکو له لوري ورسره اړينه مرسته نه کېږي.

طالبانو ويلي، په باګرام او پلچرخي زندان کې ډیری بنديان په سختو ناورغيو لکه (سرطان، زړه، پښتورګو، اعصابو، تورژړي) اخته دي او يا هغه چې بندي ناروغ يې عملياتو ته ضرورت لري خو د چارواکو له لوري په محبسونو او لويو زندانونو کې يواځې واړه کيلينکونه پرانيستل شوي چې د سختو ناروغيو هيڅ ډول اسانتياوې نه لري.

د اسلامي امارت له ادرسه د طالبانو د بنديانو کمېسيون له لوري په يوې خپرې شوې اعلاميې کې ادعا شوې: کله چې زندان کې بنديان په سختو ناروغيو اخته شي د چارواکو له لوري يې نه په زندان کې تداوي کېږي او نه هم له زندانه بهر د تداوۍ لپاره وړل کېږي چې په دغه ډول حالت کې بندي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د بنديانو کمېسیون په اعلاميه کې ويل شوي، يواځې په تېرو دوو مياشتو کې په بګرام او پلچرخي زندانونو کې درې تنو بنديانو د سختو ناروغيو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچينې په وينا، د فراه ولايت عبدالروف د ګلستان زوی چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې په بګرام زندان کې و خو د سختۍ ناروغۍ له امله رنځېده او چارواکو ورسره هيڅ مرسته ونه کړه بالاخره د تېرې مياشتې په درېيمه نېټه وفات شو.

دوهم بندي عبدالقیوم د خشکيار زوی چې د یاد ولايت اوسېدونکی له تېرو اوو کلونو راهيسې په پلچرخي کې بندي و او له ډېرې مودې راهيسې په ناروغۍ اخته و خو د زندان په روغتيايي کلينیک کې د لازمې تداوۍ د نه شتون له کبله يې د اپريل په ديارلسمه نېټه ساه ورکړه.

سرچينې ويلي، درېيم کس چې په زندان کې يې ساه ورکړی د بلخ د جمعه خان د کلبای زوی دی چې پخوا د تحقيق پر مهال سخت شکنجه شوی و خو په وروستيو کې د معدې سخت تکليف ورته پيدا او په ناڅاپي ډول وفات شو.

په اخره کې د طالبانو د بنديانو کمېسيون مسئولينو له روغتيايي بنسټونو او خيريه ټولنو غوښتي چې په دې برخه کې د هېواد په زندانونو کې د بنديانو لاسنيوی وکړي او خپل حق ادا کړي.

زياتوي: “ د افغانستان اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون پر ټولو اهل خير هيواد والو، روغتيايي بنسټونو او نړيوالو بشري ادارو ږغ کوي چي د انسانيت تر ټولو مظلومو او محتاجو کسانو ته د روغتيايي خدماتو په رسولو کې خپل اسلامي او بشري مسئوليت اداء کړي او پرېنږدي چې دغه مظلوم ناروغ بنديان له خپلو حقه حقوقو بې برخې کړل شي او د نورو لومړنيو انساني حقوقو په شان يې د تداوۍ حق هم سلب کړل شي.”

دا لومړی ځل نه دی چې بګرام او پلچرخي زندان کې ناروغ بنديانو له سختۍ ناروغۍ او د تداوۍ له نه شتون له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي بلکې تر دې مخکې هم دغه ډول پېښې شوي خو د نړيوالو بشري ټولنو او مسئولينو له خوا وسره لازمه همکاري نه ده شوې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button