(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۴) تېره شپه د باغيس ولايت په قادۍ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو شپږ پوليس ژوندي نيولي دي.
يوې امنيتي سرچينې یک تلويزيون ته ويلي، چې طالبانو شپږ پوليس له ځان سره ژوندي بيولي دي خو د هغوی په اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم طالبانو د يادې ولسوالۍ په لنګر سيمه کې په دولتي پوستو بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې درې پوستې طالبانو ونيولې او زياته سيمه يې تر خپلې ولکې لاندې راوسته.
ځايي چارواکو د قادس او آب کمري ولسواليو د بريدونو پر مهال د لسګونو پوليسو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکړی و.
طالبانو تر اوسه د يادو پوليسو د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي خو وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه ليکي: چې د بالابلوک قرارګاه د نيولو پر مهال اوولس پوليس وژل شوي او دوه تنه نور ژوندي نيول شوي دي.


















