آصف الله آصفی
لوستونکي په جریان کې دي چې له یو څه مودې راهیسې دولت د تذکرو د ثبت او ورکړې اعلان کړی په ټولو لایاتو کې یې ځای پر ځای د کاغذي تذکرو د ورکړې او ثبت لپاره مرکزونه خلاص کړي، او دولت دا اعلان هم کړی و چې د یادو مرکزونو د خونديتوب لپاره یې کلک امنیتي تدابیر نیولي.
خو ولس د پخوا په څیر د دولت په باټو بې باوره دی، ولس اندیښنه لرله چې هسی نه دغه مرکزونه د دولت د دانو او د داعش د دام حیثیت غوره نکړي، خو ډیر زر جوته شوه چې د ولس اندیښنه پر ځای وه، ځای ځای پر یادو مرکزونه د داعش لخوا ګوزارونه وشول چې وروستی ګوزار یې د کابل په دشت برچي کې و.
ویل کیږي چې په دغه برید کې نږدي ۹۰ کسان ووژل شول او ۱۲۰ نور ټپیان شول، او لکه څنګه چې معلومه ده چې دشت برچي سیمه د هزاره هستوګنځای سیمه ده نو ځکه یې ډیری قربانیان هم هزاره نژاده دي.
خو د ویلو ده چې دولت د ولس سره په خپله کړې ادعا کې پاتی راغلی، بلکې مبصرین وایی چې عمدا یې کلک امنیتی تدابیر نه دی نیولی، ځکه چې ویل کیږي چې داعش هم د همدی دولت او امریکا ګډه پروژه ده، او غواړې چې له دې لارې دغه بیچاره ولس په خپلو وینو کې ولمبوي.
دولت او امریکا پر دیني مراکزو له هوا نه بمباري کوی او د هیواد په اسلام مین بچي د هوا له لارې وژنی او عام خلک بیا د داعش په واسطه په دغه ډول ځان مرګو بریدونو وژني.
ولس نور بیدار شوی، او د فاسد دولت په وړاندې به چوپه خوله پاتې نشي، ټولې رسنۍ په ډاګه اعلانونه کوي چې د تذکرو د ثبت بهیر بیخی کم رنګه دی، خو دغه فاسد دولت خپلو هوسونو او چوکیو ته د رسیدا لپاره پر خپل ولس رحم نه کوي، له یوې خوا ورته مراکز پرانیزی او له بلې خوا یې امنیتي تدابیر نه ټینګوي او په لوی لاس خپل ولسي بیچاره وګړي د هلاکت کندې ته ورګوزاروي.
نو ولس په ډاګه او په جرأت ویلای شي چې دغه مراکز اصلا د دانو او داعش د دامونو حیثیت لري او یا هم ویلای شو چې دغه مراکز د سندان او داعش د څټک حیثیت لري چې تر مینځ یې بیچاره او غریب ولس وګړي دل کيږي.


















