ملا عمره!

حمزه حسینی

زمونږ امیر المؤمنین ملا عمره !
د مؤمنو زړو تسکین ملا عمره !

ها! د ننګ د تاریخ پاڼې دې موږ لولو
ستا د لوړ عزم متین ملا عمره !

بت شکن د زمانې شولې اتله
هر کردار دې وو، رنګین ملاعمره !

ستا پښو ته دې د وخت شاهان لوګی شي
ژمن اسلام ته وې امین ملاعمره !

ته چې لاړې خوښي هم در سره تللې
وې مین پر ښکلي دین ملا عمره !

مجاهدې پرګنې درباندې ویاړي
د عمر په څېر رښتین ملا عمره !

د “حمزه” د زړه ټکور د سترګو توره
ستا مسیر وو له لمر سپین ملا عمره !

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button