(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۶) د فارياب ولايت د المار ولسوالۍ ولسوال محمد صالح صالح وايي، د طالبانو په بريد کې پنځه ويشت پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د صالح په خبره، تېره شپه طالبانو د يادې ولسوالۍ مربوط د چغاتک په سيمه کې په دولتي پوستو بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې نهه پوليس ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپيان شول.
نوموړی وايي، چې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه لري.
په عين حال کې د فارياب پوليسو وياند عبدالکريم يورش هم دغه بريد تاييدوي په خبره يې چې په دې بريد کې يوولس طالبان هم وژل شوي دي.
طالبانو د بريد مسئوليت منلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په يوې خبرپاڼې کې ويلي، د جګړې په پايله کې يې له دولتي ځواکونو درې پوستې نيولي، نهه عسکر وژل شوي، پنځلس ټپيان دي او نورو له سيمې څخه تېښته کړې.
مجاهد زياتوي، په دې بريد کې دوه تنه طالبان ټپيان شوي او يوبل وژل شوی دی.
په خبره يې، د يادو پوستو څخه يې شپږ ميله وسلې او په زياته اندازه مهمات او پوځي توکي هم ترلاسه کړي دي.
دغه راز طالبانو د قيصار ولسوالۍ په چیچکتو سيمه کې هم د يوې پوستې د نيولو خبر ورکړی چې پوليسو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.


















