په تخار،بدخشان،سمنګان، فاریاب او زابل کې ۲۴ پوستو سقوط کړی
نن د طالبانو له خوا د پیل شویو عملیاتو دوهمه ورځ ده خو د تیرې ورځ په خلاف نن ګڼو امنیتي پوستې د طالبانو تر واکمني لاندې راغلې .
د طالبانو له خوا رسنیو ته په استولو شویو خبر پاڼو کې ویل شوي چې دې ډلې په تخار ولایت کې لس پوستې تر خپل چتر لاندې راوستلې او ګڼو عسکرو ته د مرګ ژوبلې اړولو سربیره یې د جرباشي، کلدي او خواجه حافظ سیمې یې د دولتي ځواکونو له شتون څخه پاکې کړې .
طالبانو همداراز ویلي چې د بدخشان ولایت په بهارک او راغستان ولسوالیو کې یې ۳ پوستې نیولې او ۹ عسکر یې وژلي.
د تخار او بدخشان چارواکو په تړاو تر اوسه کوم سپیناوی نه دی کړی .
بل پلو طالبانو ویلي چې تیره شپه یې د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ اړوند د تاقچي سیمه کې ۲ پوستې نیولې او د قومندان نقیب الله په ګډون یې ۵ عسکر وژلي.
طالبانو په دې پیښه کې د ګڼو مهماتو د نیولو او د خپل یوه ملګري د وژل کیدوپخلی هم کړی دی.
طالبانو همداراز ویلي چې دفاریاب د المار ولسوالۍ په چغاتک سیمه کي یې ۳ پوستې نیولې او ۲۴ عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د المار ولسوال صالح محمد صالح هم په دې ولسوالۍ کې ۲۴ ته د مرګ ژوبلې اوښتل منلي.
همداراز طالبانو ادعا کړې چې د یاد ولایت د قیصار ولسوالۍپه چیچکتوسیمه کي یې ۱ پوسته نیولې او ۳ امنیتي ځواکونه یې وژلي.
د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي همداراز ویلي چې د زابل ولایت دايچوپان ولسوالۍ کې یې ۵ پوستې نیولې ۱۵ عسکر وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
طالبانو همداراز د بغلان په پلخمري کې د یوه بیس له نیولو هم خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې د یاد بیس په سقوط سره یې د خلازیو لویه سیمه ترخپل کنترول لاندې راوستلې.



