افغانستان په نړیوال جام کې لومړۍ لوبه له اسټرالیا سره کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۶)
د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د ۲۰۱۹م کال د نړيوال جام سياليو مهالويش اعلان شو چې لومړۍ سيالي به د انګلستان او سويلي افريقا تر منځ د راتلونکي مۍ مياشتې پر دېرشمه نېټه پیلېږي.
د مهالويش له مخې، افغانستان خپله لومړۍ لوبه د جون پر لومړۍ نيټه له استراليا سره کوي، دوهمه يې د جون په څلورمه له سريلانکا سر، درېيمه د جون په اتمه د نويزيلينډ سره، څلورمه د جون په پنځلسمه د سويلي افريقا سره، پنځمه د جون په اتلسمه د انګلستان سره، شپږمه د جون په دوه ويشتمه له هند سره، اوومه د جون په څلوریشتمه د بنګله ديش سره، اتمه د جون په نهه ويشتمه له پاکستان سره، نهمه د جولای په څلورمه له ويسټ انډيز سره ده.
په دې لوبو کې به هند او پاکستان لوبډلې د جون په شپاړلسمه سره مخامخ شي.
په دې سياليو کې لس لوبډلې ګډون لري چې ټولې به يو د بل پر ضد لوبې کوي او په اخره کې به يواځې څلور لوبډلې سيمې فاينل ته لاره پيدا کوي.
د ۲۰۱۹م کال د نړيوال جام لوبې د انګلستان او وېلز په يوولسو بېلابېلو ښارونو کې ترسره کېږي او وروستۍ لوبه به د لندن په لارډز لوبغالي کې وي.



