انتخاباتي نومليکنه له بلې ننګونې سره مخ کېدونکې ده

تميم توفيق

څو اونۍ وړاندې د اشرف غني ادارې د ولسواليو د شوراګانو او پارلماني انتخاباتو لپاره نومليکنه رسماً پيل کړه، چې د خبرونو له مخې ډير کم خلک د نومليکنې لپاره مرکزونو ته ورغلي، چې له امله يې تر اوسه پورې د رايې اچونې لپاره د خلکو ثبت نام د نشت برابر دی.

تر اوسه چې د انتخاباتي کميسيون لخوا د ثبت نام کومه احصائيه نشر شوې، هغه هم يوازې حکومتي مامورين دي چې د اشرف غني په امر يې په دې بهير کې ګډون وکړ، ځينې راپورنه خو دا هم وايي چې رسنيو ته ورکړل شوې شميرې کره نه دي.

د دې بهير د تتوالي عوامل ډير ښودل شوي. څوک وايي ولس د حکومت له مخالفينو ډارېږي او د مرګ د ويرې له امله د نومليکنې مراکزو ته نه ورځي، ځينې وايي په تيرو انتخاباتو کې ولس له دې ننګونو سره سره د سر په بيه ثبت نام او انتخاباتو کې ګډون وکړ خو په رايو يې ملنډې ووهل شوې، همدا وجه ده چې د نننيو انتخاباتو په شفافيت د خلکو باور کم شوی او نومليکنه يې کمرنګه ده، او خپله حکومتي ولايتي چارواکي بيا د رسنيو له لارې دا بيانوي چې ډيری خلک نه غواړي په تذکرو يې سټيکر ولګول شي.

چې هر څه وي، تر اوسه پورې د ولس ګډون د توقع خلاف ډير کم دی، خو له دې وروسته ډير احتمال شته چې د ثبت نام د مراکزو مامورين هم کم او يا ښايي بالکل نادرکه شي.

ابله ورځ په ارګ کې د اروپايي ټولنې لخوا له فساد سره د مبارزې د لارو چارو موندلو په موخه څلورم کانفرانس جوړ شوی و، چې په ګڼو لوړ پوړو بهرنيو او کورنيو چارواکو سربېره پکې د سيګار مشر يا د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا ځانګړي مفتش جان سوپکو هم ګډون کړی و.

جان سوپکو په ډيرو موضوعاتو وغږېد، نوموړي په کابل اداره کې شته فساد د جګړې په ډګر کې د ناکامۍ لوی سبب وباله، په دې برخه کې يې حکومت د ډيرو لارو چارو په ترتيبولو مامور کړ او د دې تر څنګ يې په حکومتي چارواکو د بې باورۍ په اساس په ډاګه ګوتڅنډنه وکړه او په واضحو ټکو يې خبرداری ورکړ چې حکومت دې په ټاکنيز کمپاين کې د دوی د مرستې له پيسو څخه استفاده نه کوي.

لکه څنګه چې ولس په دې متيقن دی چې د کابل دولت له رئيسه بيرته تر رئيسه ټول چارواکي يوازې د دوی په خوله تريخ پياز نه خوري او د لويديځوالو په وړاندې ذلالت او سرټيټي يې هم ښه ورته معلومه ده، چې له هيڅ ښه او بد امر څخه يې سرغړاوی نشي کولی؛ نو د جان سوپکو پاسنۍ خبره به هم په زور او زير عملي کوي، ځکه چې هغه د امريکا ځانګړی سرپلټونکی دی.

او ولس په دې هم خبر دی چې دولتي چارواکې د امريکا له برکته د مرستو په نوم راغليو پيسو باندې پاييږي، چې هم پکې فساد کوي، هم ترې معاشونه بيلوي او هم پرې د ټاکنو او نورو منډو ترړو په نوم ولس تيرباسي، خو چې له دې مرستو څخه له استفادې منع شول؛ نو معلومه خبره ده، چې نه يې فساد پاتې شو، نه يې مامورين او نه هم ټاکنيزې منډې ترړې.

له دې امله په پوره ډاډ سره ويلی شو چې ډير امکان شته د نومليکنې مراکز د تنخواګانو د نه شتون په سبب د مامورينو له قحط سره هم مخ شي او له دې وروسته به نه يوازې کليوال نه وي چې نومليکنه وکړي ، بلکې دومره څوک به نه وي چې نومونه وليکي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button