د شمالي کوریا او جنوبي کوریا مشر‏انو سره وکتل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۷)

د رسنیو د راپورونو تر مخه د شمالي او جنوبي کوریا مشرانو د دواړو هیوادونو ترمنځ په غیر نظامي سیمه کې ملاقات سره وکړ.
کیم جونګ اونګ له غیر نظامي سیمې هم ورتیر او له لسیزو وروسته یې شمالي کوریا د لومړي ولسمشر په توګه یې د جنوبي کوریا په خاوره کې قدم کیښووده.
دا له ۱۹۵۳ راپه دې خوا لومړنی سفر دی چې د شمالي کوریا ولسمشر یې جنوبي کوریا ته کوي.
د شمالي کوریا ولسمشر د جنوبي کوریا په سیمه کې د سولې خونه هم لاسلیک کړه او د جنوبي کوریا ولسمشر مون جائه یې تود هر کلی کړی دی.
دواړه لوري به د کوریا د ټاپوزمې په غیر اتومي کولو او همداراز د ۶۵ کلنو کړکیچنو اړیکو په پایښت خبرې وکړې.

سپینې ماڼې له دې لیدنې هرکلی او ملاتړ څرګند کړی دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button