فاریاب: د المار ولسوالۍ د سقوط شیبې شمیري
یو شمیر ځایي سرچینو بیا خبر ورکړی چې طالبانو تر چغاتک وروسته د خواجه سبز پوش پراخه سیمه هم نیولې.
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی۷)
د فاریاب ولایتي شورا او یو شمیر چارواکي خبر ورکوي چې د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ چې د جمعیت ګوند له قوي نفوذ څخه برخمنه ولسوالۍ ده، اوس د سقوط پر ګړنګ ولاړه ده.
دوی وایي؛ د المار سقوط ښایي د فاریاب د ولایت د سقوط پیلامه شي ځکه طالبانو په دې ولسوالۍ کې ګڼ مهمات نیولي او د مخالف لوري تکړه قوماندانان یې په نښه کړي.
د فاریاب ولایت چارواکي مني چې طالبانو تیره ورځ د المار ولسوالۍ د چغاتک سیمه نیولې او هلته د میشتو ځواکونو پوځي مراکز یې هم تر خپل کنترول لاندې راوستلي.
په یاده ولسوالۍ کې څو ورځې وړاندې دجمعیت ګوند لوړپوړی قوماندان جنرال فاروق قاطع او د هغه ورور عبدالقادر وژل شوي و.
طالبانو د المار ولسوالۍ اړوند د چغاتک د سیمې چې ۳۵۰۰کورونه په کې میشت دي د نیولو پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په دې سیمه کې یې ۲قرارګاوې او۹پوستې نیولې دي.
طالب ویاند همداراز د ۶ موټره مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی دی.
په همدې حال کې د کمانډو ځواکونو ویاند احمدجاوید سلیم ویلي چې د المار د سقوط د مخنیوي په موخه دې ولسوالۍ ته د جنبش ګوند د قوماندان جنرال نظام الدین قیصاري په مشرۍ تازه دمي ځواکونه رسیدلي.



