
د ثور اوم او اتم
همدا وه چې ولس د کمونيستي افکارو او د کمونيستانو د وحشت نه په تنګ راغلل او د اسلام د دفاع په موخه سره منسجم شول
ليکوال او شنونکی : اميد” خُرم “
د افغانستان د ورانېدلو تر ټولو ستر علت د 1357 کال ثور د اومې نيټې کودتا وه ددغې کودتا په لړ کې د افغانستان سياسي ,اقتصادي ,ټولنيز نظام ړنګ شو اما نوی نظام را منځ ته نشؤ چې همدا د نظام نه شتون ددې سبب شو چې په خلکو وحشت حاکم شي او د قدرت واګی د وخت د کمونيستانو په لاس ورشي د کومو چې د ثور د کودتا په لړ کې قدرت ته ورسېدل.
همدا وه چې ولس د کمونيستي افکارو او د کمونيستانو د وحشت نه په تنګ راغلل او د اسلام د دفاع په موخه سره منسجم شول ځکه د وخت کمونيستانو اسلام سپيڅلی دين نه مانه رسول الله صلی الله عليه وسلم يې د الله د استازي
او د انسانانو د لارښود په توګه نه مانه او انسانان يې په خپل سر منځ ته راتلونکي موجودات ګڼل د دوی فکر د
مارکسيزم او ليننيزم د افکارو نه سرچينه اخيسته او هيڅ دين او مذهب ته ژمن هم نه وۀ
افغانستان يې د سرمايه داری په واک کې ګاڼه او کوښښ يې کاوه چې د خلکو شخصي شتمنۍ په خپل اختيار کې راولې همدارنګه د مارکسيزم او ليننيزم د پيروانو په توګه د هغو ټولنيزو آدابو او اخلاقو , عنعاتو , رسمونو او دودونو تابع نه وۀ چې له زرګونو کلونو راپه دې خوا يې د افغاني ټولنې تهداب تشکيلاوه
دوی هڅه کوله چې په افغاني ټولنې مسلط ټولنيز اصول له منځه يوسي او د دوی په اصطلاح ټولنه له پخوانيو فيوډالي قيوداتو نه آزاده کړی.په دې ترتيب د ثور د کودتا په نتيجه کې د ټولنې لا مذهبه او په روحي لحاظ ناروغه عناصر په ولس حاکمان شول
د خلکو په مذهب نويو حاکمانو د دغو صفاتو په درلودلو قدرت ته له رسېدلو وروسته سمدستي د خلکو په مذهب , اخلاقو , عنعناتو , پت او شرف او شتمنۍ ملنډې پيل کړې.د کمونيستانو دغو ملنډو د کمونيستي حکومت په هغو اقداماتو کې انعکاس وموند چې دوی اقتصادي او ټولنيز اصلاحات بلل.په حقيقت کې د کمونيستانو دا ناوړه اقتصادي او ټولنيزې پروژې د دې سبب شوې چې افغانان سره منسجم شي او د دوی په مقابل کې د جهاد اعلان وکړي.
د جهاد له پيل سره سم کمونيستانو د هيواد په ورانولو پيل وکړ د ولس د مقاومت د ماتولو لپاره يې له خپل پوره زور نه کار واخيست کلي او ښارګوټی يې په بې رحمانه ډول بمبار کړل .
د کمونيستانو په ذريعه د افغانستان د ورانيدلو عمليه هغه وخت ګړندۍ او پراخه شوه چې دوی د خپلو ځانونو د ساتلو او د خپل کرغيړن حکومت د ابقاء لپاره وحشي او ناولي روسان زمونږ خاوره ته ببرک کارمل راوبلل د روسي قواوو له خوا د افغانستان اشغال سره سم روسانو خپل ځانونه د هيواد لويشت لويشت خاورې ته ورسول.او د ګوډاګيانو سره يو ځای يې د افغانستان د ورانولو لپاره عمليه تو سيع او تسريع کړه.
د افغانستان د ورانولو لپاره خلق پرچم او روسانو هلی ځلی لس کاله په پوره شدت روانې وې چې د هيواد هيڅ کلی د دوی له بمبار او د ډول ډول وسلو له استعمال نه پاتې نه شوو.کمونيستانو د روسانو د وتلو نه وروسته هم تقريبا دری نيم کاله خپل زور په عام ولس و ازمويه د نجيب د رژيم له سقوط نه وروسته د کمونيستانو افغان ضد د ورانۍ پروژه پای ته ورسيده.
او له دوی نه وروسته دغه کار د مجاهدينو (شر او فساد) ځينو ډلو په پشپړ ډول په غاړه واخيست.د 1992 کال په اپريل کې کله چې د نجيب رژيم د مجاهدينو په لاس ړنګيدو ته نږدې شو ډاکټر نجيب موافقه وکړه چې د ملګرو ملتونو د سولې د پلان په اساس استعفاء وکړئ او حکومت به د مجاهدينو لنډ مهاله حکومت ته وسپاري تر څو چې انتخابي حکومت ته لاره هواريږئ اما د دې سوله ايز انتقال مخه د شمال اتحاد په نوم ډلې ونيوله.
د شمال اتحاد چې اساساً د هيواد د ارضي تماميت او د افغانستان د ملي وحدت په خلاف د يوې خطرناکې دسيسې معلول دي. چې د پرچم د کارمل د جناح , د نظار شورا , دهزاره ګانو د (مزاري) د وحدت د حزب , د کيان د مليشو , د دوستم د مليشو له خوا د هغې معاهدې په اساس تشکيل شوه چې د نجيب د استعفاء نه څو ورځی مخکې په جبل السراج کې لاسليک شوه.
د جبل السراج په معاهدې کې چې متن يې د پيښور پوهنتون د منځنی آسيا د مطالعاتو د مجلې 1997 کال د اوړي په ګڼه کې خپور شوی دی متعاهدين يې ژمنه کوي چې هيواد به د ژبو , نژادونو , او مذاهبو , په اساس تجزيه کوي او خپل دغه پلان به په افغانستان کې د يو فيدرالی نظام د رامنځ ته کولو په ترڅ کې عملي کوي.
د شمال اتحاد د خپل پلان د تطبيق په لور خپل لمړي قدمونه په برياليتوب اوچت کړل.نجيب يې بندي کړ د ملګرو ملتونو د سولې پلان يې شنډ. په کابل کې يې دولتي قدرت غصب کړ له مشخصو بهرنيو استخباراتي کړيو سره په سازش کې شول د پيښور د معاهدې له لاری يې رباني قدرت ته ورساوه او د هغه رقيب حکمتيار يې له هر ډول دولتي مقام بې برخې کړ .
پرچميان د دوستم ظالمی مليشی د پخوا په څير قدرت کې پاتې شول د قدرت د دغه ويش له امله جمعيت او مؤتلفو کمونيستي قواوو سره يې د حزب اسلامي جګړه پيل شوه او څه موده باندی څلور کاله يې دوام وکړ له دغو جګړو نه دوستم د خپل موقيعت د استحکام او د مجاهدينو د بد نامولو لپاره په پوره مهارت استفاده وکړه.دی په اول سر کې د شمال اتحاد د يو غړي په توګه له ربانی سره يوځای له حکمتيار سره جنګيده ليکن وروسته يې وکړای شول چې د ربانی په مقابل کې له حکمتيار سره لاس يو کړی. هغه زيانونه چې يواځې دشمال اتحاد له لوري افغانستان ته اوښتی جبران يې په سل کلونو کې هم خورا سخت ده د قومي , ژبني , مذهبي تعصباتو بنسټګر که ورته ووايو په ځای به وي ځکه د دوی له راتګ سره سم تعصب او خپل منځي جګړې زور واخيست چې د شمال اتحاد يې غټ عامل ده.
او د هيواد پلازمېنه کابل کې يې اويا زره کابليان په شهادت ورسول ټول کابل ونړېد داسې بې عزتۍ يې عامو خلکو ته د قوم او ژبې په نوم واړولې چې اسلامي او افغاني کلتور يې يادولو هم شرميږئ د مجاهد سپڅلی نوم نه په ګټه اخيستلو سره يې په حقيقت کې د شورويانو او امريکايانو پروژې پر مخ يوړې د حقيقي مجاهدينو او شهيدانو ارمانونه يې د خاورو سره يو کړۀ.



