(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۸) د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ د لوی باغ په سيمه کې د ملي اردو د دوهم کنډک پر يوې قرارګاه موټربم بريد شوی.
د هلمد ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي شوي، چې چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د مازدا ډوله موټر په واسطه رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زياتوي، په دې بريد کې د څلورو ملکيانو د وژل کېدو سربيره د ملي اردو یو عسکر وژل شوی او درې تنه نور ټپيان دي.
په لومړنیو معلوماتو کې ويل شوي و چې په بريد کې يواځې يو ملکي کس وژل شوی او نور تلفات د ملي اردو عسکرو ته اوښتي دي.
چارواکي وايي، په پېښه کې ټپي شوي کسان د ولايت مرکزي روغتون ته د تداوۍ لپاره وړل شوي دي.
تر اوسه د برید مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.


















