کابل: د شرابو په نیشه کې د ولسي جرګې وکیل یو پولیس نیولی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۸)
چارواکي وایي چې په ولسي جرګه کې د بغلان ولایت استازي عاشق الله وفا یو پولیس داسې مهال نیولی چې نوموړي الکول څښلي و.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی رسنیو ته ویلي چې نوموړي وکیل د جمعې په ماښام د اوومې حوزې اړوند د حبیبې لیسې سیمه کې هوایی ډزې کولې، پولیسو هڅه وکړه چې سیمې ته ځان ورسوي ترڅو د ډزو لامل معلوم او د ممکنه ګواښ مخه ونیسي.
د نوموړي په خبره؛ سیمې ته د پولیسو له ورتګ وروسته د یادو پولیسو له ډلې د یوه سرباز ورور چې هغه هم پولیس و، او په اړوند سیمه کې یې کور و، نیولی او خپلې شخصي بندخونې ته یې لیږلی دی.
په پلازمینه کابل کې د جنایي جرمونو رئیس سالم الماس هم منلې چې عاشق الله د الکولو خوړلو په نتیجه کې دا کار ترسره کړی.
دا لومړی ځل نه دی چې د ولسي جرګې وکیلان د امنیتي ځواکونو سره ناوړه چلند کوي، په تیر کې هم ګڼ شمیر وکیلانو له پولیسو، امنیتي ځواکونو او ترافیکو سره بد چلند کړی چې هیڅ ارګان یې د دوسیې د تعقیب جسارت نه دی کړی.



