د کندوز ولایتي شورا: طالبانو د قلعه زال ولسوالۍ بازار او یوه لویه قرارګاه نیولې
طالبانو ویلي چې د قلعه زال ولسوالۍ امنیه قومندانۍ او ۱۰ پوستې یې نیولې. د ولسوالۍ بازار آختیپه او ټوله سیمه یې له دولتي ځواکونو تصفیه کړې او ګڼو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۸)
د کندوز د ولایتي شورا غړي وایي چې طالبانو د قلعه زال ولسوالۍ ګڼې سیمې تر خپل پوښښ لاندې راوستلې چې تیره ورځ یې د بازار په ګډون یوه قرارګاه هم ونیوله.
د دغه ولایت د ولايتي شورا غړي سيداسدالله سادات د پژواک خبري اژانس ته ویلي؛ طالبانو تیره شپه د ولسوالۍ بازار تر خپل کنترول لاندې راوستلی او اوسمهال د ولسوالۍ پر تاسيساتو چې د بازار په يو کيلومترې کې د اقتېپې په سيمه کې موقعيت لري، د طالبانو بريدونه روان دي او دولتي ځواکونه ورسره مقاومت کوي.
د یادې ولسوالۍ اوسیدنکو هم د بازار سقوط تائید کړی
خو د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي، بیا وايي چې د ولسوالۍ بازار طالبانو نه دى نيولى او جګړه تونده روانه ده.
طالبانو ویلي چې د قلعه زال ولسوالۍ امنیه قومندانۍ او ۱۰ پوستې یې نیولې.
د ولسوالۍ بازار آختیپه او ټوله سیمه یې له دولتي ځواکونو تصفیه کړې او ګڼو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې
طالبانو ویلي چې په دې بریدونو کې یې ګڼ شمیر وسلې او مهمات نیولي او په خبره یې چې پرمختګ دوام لري



