(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۸) د بدخشان په تيشکان ولسوالۍ کې د طالبانو د بريدونو له کبله لسګونه پوليس وژل شوي او اته پوستې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.
ځايي امنيتي سرچينې وايي، نن سهار طالبانو د يادې ولسوالۍ په مرکز او شاوخوا امنيتي پوستو بريدونه کړي چې اوس مهال هم جګړه روانه ده.
سرچينې زیاتوي، په دې بريدونو کې لسګونه عسکر وژل شوي او ځينې يې طالبانو له ځان سره ژوندي وړي دي.
طالبانو د بريدونو مسئوليت منلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد وايي، تر دې دمه د دشت لرنيګ سيمه کې يوه لويه قرارګاه او د ولسوالۍ اته پوستې نيولي دي.
د مجاهد په خبره، په بريدونو کې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې زياتوي چې د څوارلس عسکرو جسدونه د جګړې په سيمه کې پراته دي.
تر اوسه ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي خو د يادې ولسوالۍ يوې سرچينې رسنيو ته ويلي، په نښتو کې شپږو تنو طالبانو ته هم مرګ ژوبل رسېدلې، ديارلس پوليس وژل شوي، شپږ ټپيان دي او يو شمير طالبانو له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.
















