ترتیب : عبدالله
د تېرې جمعې د شپې آنلاین في البدیهه مشاعره چې د ښاغلي عرفان الله (عرفاني) صاحب د فیس بوک پر دېوال ترسره شوه، غورچاڼ یې په لاندې ترتیب کتلی شئ!
د« الخندق » عملیاتو په باب مشاعره!
د معمول سره سم دا دی مشاعره د ښاغلي الیاس (فاتح) صاحب د شعر په مطلع پیلوو؛ خپل بیتونه مو په همدې قافیه او ردیف راپیل کړئ:
ګزار د الخندق کفري برجونه لړزوي
شور ځوږ د تکبیرو د غلیم زړونه لړزوي
ــــــــــــــــــــــــــــــ
بیا ګرم د غزاوو میدانونه لراو بر دي
د تورو شپو په غیږ کې ماښامونه لړزوي
مساعد
شرنګار به وي د تورو په دښمن به ناتار جوړوي
تکبیر د مجاهد به زمکې غرونه لړزوي
وړوکی شاعر
هغه زنګ زده تورې درته بيا راخلو غليمه
سينه په سينه جنګ مو ايمانونه لړزوي
قاري حماد
څه ښکلى تفاول دى کړو دښمن يې ورخطاء
صرف نوم يې د غربيانو اندامونه لړزوي
احسان الله انصار
په ځوږ د تکبیرونو یې جهان واړه را ویښ کړ
د مستې پیکا ږغ یې ولسونه لړزوي
حميد اشنا
ګوزار د موټربم ته یاره کله ټینګېدی شي
د وسپنې کلاوې دېوالونه لړزوي
ع. عرفاني
د بورو د ښېراوو نه ځان و ساته غلیمه!
قسم دی چې د ټول بدن بندونه لړزه وي
نسيم عزيزي
اوس بيا زمونږ نصرت ته فرشتو مټې رانغښتي
اوس بيا د سرو کفارو سره فوځونه لړزوي
عابد ځواک
بنیاد او تدبیرونه د خندق چې چا برابر کړل
درود سلام دې په هغه وی طاغوتونه لړزوی
عبدالله محاذخېل
ګوزار د فدایي له ایټم بم نه میدان وړئ
قربان له موټر بم شم چې بېسونه لړزوي
فاروقي خپلواک
بچو د اصحابانو رض د خندق یاد را تازه کړ
تکبیر یې واشنګټن کې محلونه لړزوي
هاشم سادات
غزا کې د خندق یې په زړه و خوړو ګوزار
د یار د زړګي داغ خو زخمي زړونه لړزوي
جنتي ملنګ
د نن عصر خندقه هاغه تېر خندق تازه کړه
ګوزار دې پولادي ستر طاقتونه لړزوي
عبدالباقي مهاجر
د زېړې بوشکې زور ته غلیم کله ټینګېدی شي
دا خړ خړ زغره وال فوځي ټانګونه لړزوي
قدرت الله رحيمي
نارې د تکبيرونو تر پاميره بدرګه شوې
زموږ تاندې إرادې مجاهد غرونه لړزوي
هشمت الله لاروی
دا څرنګه ځوانان دي هېڅ پروا د دنيا نکړي
په چيغو د تکبير کفري ځواکونه لړزوي
ابو احرار بن کوچی
په څلو د ننګو به زرکلن تاريخ ژوندی کړي
وارونه د رڼاوو د شپو ورونه لړزوي
ابو عقيل
طالبه ستا سپېڅلې مینه څومره د ناز وړ ده
جانانه ستا لښکرې خو فکرونه لړزوي
سعيد بريال
طالب اشنا راغلی په منبر کوي آذان
مېړانه او غيرت يې غلام زړونه لړزوي
ورک طالب جان
ګوزار د الخندق مو دومره دروند او اثري دی
د عصر د دجال شوم تدبیرونه لړزوي
تڼيوال مفتون
د مينې معسکر نه فارغ شوي دي زلمي
هر وار يې د ډارن غليم فوځونه لړزوي
کهکشان ستوری
په سپینو بیرغونو به سمبال میړني راشي
که خدای کړل د غربیانو کتارونه لړزوي
الفت جان
الخندق به دُښمن داځلې دومره وار خطاء کړي
الخندق د دجال عصرې برجونه لړزوي
اتل نورزی
د مينې پتنګان دي دوی د هیچا پروا نه کړي
دا خړې تیارې او رِنجرونه لړزوي
مصباح اشنا
مست زور د الخندق غلام ګروفونه ماتوي
دا وروڼه د سلمان د ټرمپ ځواکونه لړزوی
عمرصديق
د ګران طالب زلمي ګوزار ته ځکه ډیرحیران یم
د ظلم فحاشیو مکانونه لړزوي
ابوالمنصور حقاني
سلام دې وه همت ته مجاهده طالب جانه
داستا قوي ایمان لوی طاقتونه لړزوی
محمدمسلم مهربان
ملا محمدعمره او منصوره مبارک شه
عجيبې کارنامې مو تاريخونه لړزوي
منيب الرحمن شينواری
د نن خندق په څیر د تېر خندق به فتحې راوړي
تکبیر د الله هو ټول عالمونه لړزوي
معصوم زابلی
غازيانو ته دې پام دی ای زما ګرانه ورور جانه؟
په ناچیز وسله پنځه څلوېښت ملکونه لړزوي
محمدنعيم صبرناک
په ناز نخرو ګډېږي د احزاب د غزا ډول ته
په چیغه د تکبیر به سنګرونه لړزوی
غريب کوچی
د سپین بیرغ زلمي چې چېرته ګورې په هر ځای کې
رڼا د سهر غواړي ماښامونه لړزوي
شاهين
منصور خو ورته زړونه په سينوکې وو چولي
خندق به يې اوس ان شاءلله روحونه لړزوي
وقاد لالا
څه رُعب الله درکړی زما ګرانه طالب جانه
ستا نوم د دښمنانو اندامونه لړزوي
عمرخالد سنګري
آهونه دي زمونږه تر اسمانه رسېدلي
کفري نړۍ به نور زموږ اهونه لړزوي
قاضي خالد شينواری
ګوزار د موټر بم کړل دړې وړې صلیبیان
ګزار د فدایانو سره فوجونه لړزوي
دلاور حقيار
بيا ګډ شول شازلمي په کمپينونو د اغيارو
په دوی يې کړل حرام ترېنه خوبونه لړزوي
جاني مسعود
غربي ځواک به د خدای په زور همدلته شي ګوډ مات
قیصر او د کسری به لوړ برجونه لړزوي
ابویاسر منيب
شین سترګو یرغل وکړ په یر غل باندی پښېمان دي
ګوزار د الخندق مو کفري زړونه لړزوي
صحرايي زلمی
د زړه تنده به ماته شي زما هلته خاونده
احزاب غوندې عذاب چې یې ځواکونه لړزوي
الياس فاتح
يتيمه ستا سلګۍ او ستا آهونه ډېر مؤثر دي
دا ځمکه خو لاڅه چې آسمانونه لړزوي
جاويد ګل رشاد
کفار د خندق غاړې ته نږدې وربرابر دي
تکبیر د مجاهد یې تدبیرونه لړزوي
محمدکبير
سينګار د تن په وینو به زلمي کړي ازادۍ
د جاهدو په مټ به جهانونه لړزوي
عصمت الله بشام
تکبیر یې بدرګه دی روح او زړونه لړزوي
دا کال د آزادۍ دی سمې غرونه لړزوي
بهار نصرت
قربان دې له ګوزار شمه غازی طالبه یاره
نارې د تکبیرو دې ماښامونه لړزوي
حقمل نيازمند
د ابرهه لښکرې دي راغلي زموږ وطن ته
د ابابل غوندي زلمي به یی فوځونه لړزوي
محب الرحمن شاهد
کفري نړۍ ده سمه ورخطاء له الخندق نه
چې راشي د خندق زمریان بس غرونه لړزوي
محمدعارف صديقي
کوي ننګ په وطن او کوی جنګ په دښمنانو
راوتي دي زلمي د ننګو غرونه لړزوي
احرار ميدانوال
غزا ته راوتلي دي سپين ستوري په اشر
دښمن ته به کلاوې او برجونه لړزوي
ايوبي هجرت
نن بیا دي قهریدلي لارویان د ستر منصور
په زور د سپین ایمان کفري ملکونه لړزوي
محمد شهاب
تکتیک ته یې حیرانه شوہ دنیا ګوته په غاښ دہ
یوہ زېړه ډبه يې ستر ټانګونه لړزوي
درمل اشنا
بریمن تفاول دی ان شاءالله سوبې به راوړي
طالب توره په لاس مغرور سرونه لړزوي
محمدصدیق صديقي
د تـورو شرنګهار دی په لړزه ټول کافران دي
راتګ د طالب جان یې اندامونه لړزوي
قاري علي خان

















