د ناټو مشر: د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو مسؤلیت اوس د طالبانو په لاس کې دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۸) تېره ورځ د ناټو غړيو هېوادونو د بلجيم په مرکز بروکسل کې د افغانستان په تړاو غونډه وکړه چې پکې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو برخه لرله او د ناستې په پاي کې يې يوه اعلاميه خپره کړه او طالبانو سره د افغان حکومت د سولې له وړانديز څخه يې ملاتړ اعلان کړ.

ناټو په دې اعلاميه کې ويلي، چې د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان د شخړې د سياسي حل لارې غوښتونکي دي او له طالبانو يې وغوښتل چې د سولې له بهير سره يوځای شي.

د ناټو اعلاميه زياتوي، د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو مسئوليت اوس د طالبانو په لاس کې دی چې دغه ډله جګړې ته د پای ټکی کېږدي او په سياسي بهير کې ورګډ شي.

په دې غونډه کې د ناټو بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان راتلونکي انتخابات مهم وبلل او زياته يې کړه چې د افغان ځواکونو د روزنې، تجهيز او هغوی سره به پوځي همکارۍ ته دوام ورکوي.

ناټو له سيمه ييزو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان په سوله کې ونډه واخلي او په ځانګړي توګه له پاکستانه غوښتل شوي چې د افغانستان د شخړې په سياسي حل کې ونډه واخلي، د طالبانو مرکزونه او په پوله د تګ راتګ مخه ونيسي او طالبان وهڅوي چې د سولې پروسې سره يوځای شي.

پاکستاني چارواکو تر دې مخکې دغه ډول خبرې رد کړي او په وينا يې چې افغان طالبان د افغانستان نږدې پنځوس فيصده خاوره په لاس کې لري او د دوی ملاتړ او مرستو ته هيڅ اړتيا نه لري.

تر اوسه طالبانو د دې غونډې په تړاو او د ناټو مشرانو غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی خو په خپلو پخوانيو اعلاميو کې يې ويلي چې په افغانستان کې د وروستي بهرني پوځي په شتون کې به هم جګړې ته دوام ورکړي او که هر څوک غواړي چې له طالبانو سره د سولې اړوند خبرې وکړي نو په قطر کې د مذاکراتو لپاره سياسي دفتر لري هغې سره دې اړيکې ونيسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button