(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۹)
د ولسمشرغني د حکم پر اساس چې د غویي د اتمې په مناسبت یې صادر کړی و، د څرخي پله له زندان څخه شاوخوا ۱۷۱ بندیان خوشي شول.
له محاکمو سره د توقیف خانو د اړیکو رئیس شاه امیر امیر وویل؛ په بندیانو کې ۵۶ تنه هغه و، چې د ایران له خوا په سرحدي سیمو کې نیول شوي او بیا افغان حکومت ته سپارل شوي و.
نوموړي زیاته کړه چې شاوخوا ۶۰۰ بندیان د ایران هیواد افغان حکومت ته سپارلي چې یوه برخه یې نن خوشي شول او نور به یې په راتلونکي کې خوشي شي.
خوشې شویو زندانیانو ویل چې د زندان مسؤلینو د نورو په خلاف ورسره ښه چلند کاوو او د هغوی له ښې رویې څخه یې خوښي څرګنده کړه.
د څرخي پله د زندان رئیس وایي؛ په مرکزي زندان کې تر ۱۰۵۰۰ ډیر کسان بندیان دي چې له ډلې یې ۳۰۰ تنو ته د تخفیف او خوشي کیدو حکم شوی دی.
















