(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۸) د جوزجان د ولايتي شورا مرستيال عبدالقادر وايي، په قرقين ولسوالۍ کې اربکيانو د لويې لارې پر سر پوستې جوړې کړي او له موټر چلوونکو په غير قانوني توګه پيسې اخلي.
نوموړی وايي، ځايي اربکيان له هر موټر څخه له شلو نيولې تر زر افغانیو پیسې اخلي او که څوک يې ورنکړي نو هغوی وهل کېږي او زورول کېږي.
د قرقين ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي هم د اربکيانو له لوري د مسافرو او موټرچلوونکو سره دغه ډول تاييدوي وايي چې ډیری خلک له خپلې ويرې پيسې ورکوي.
په عین حال کې د جوزجان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالحفيظ خاشي د اربکيانو له لوري د پيسو اخيستل نه مني وايي چې تر دې دمه دوی داسې راپور نه دی ورغلی چې اربکيانو له عامو خلکو پیسې اخيستې وي.
دا لومړی ځل نه دی چې اربکيان (سيمه ييز پوليس) چې د يادې سیمې اوسېدونکي او ولايتي شورا د اربکيانو له ناوړه چلند او د خلکو سره له زور زياتي شکایت کوي بلکې تر دې مخکې هم د هېواد له بېلابېلو سيمو کې د اربکيانو (سيمه ييزو پوليسو) د غلاوو، انسان تښتوونو، د خلکو سره د ظلم او زور زياتي راپورونه ورکول شوي دي.

















