هرات: د شخصي دښمنۍ له امله د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۹)
د هرات ولایت ځایي چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته ویلي؛ مسلح کسان د کشک ولسوالۍ په تونوش بیګ کلي کې یوه کور ته ور اوښتي او د توپکو او نارنجکو برید یې پرې کړی.
د نوموړي په خبره؛ په وژل شویو کې د یادې کورنۍ پلار، دوه دهغه ځامن، درۍ یې لوڼه او یوه یې میرمن ځای پرځای وژل شوي.
فرهاد زیاتوي؛ شخړه د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې ، وسلوال کسان له سیمې څخه په تیښته بریالي شوي او پولیس هڅه کوي چې ژر تر ژره د پیښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.



