زابل: د شاه جوی ولسوالۍ پر امنيه قومندان سرتيری برید شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۹) د زابل ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د شاه جوی ولسوالۍ د امنيې قومندان پر موټريز کاروان سرتيری برید شوی دی.

امنيتي مسئولین وايي، نن غرمه مهال د شاه جوی د امنيې قومندان عبدالعزيز توخي له موټر سره نږدې يوه سرتيري بریدګر په خپل موټرسيکل پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او نوموړی پکې سخت ټپي شوی دی.

د شاه جوی ولسوال وزير محمد جوادي پېښه تاييدوي وايي، په دې چاودنه کې د ولسوالۍ امنيه قومندان، د امنيت آمر او دوه ساتونکي يې ستخت ټپيان دي.

تر اوسه د چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی خو د يادې ولسوالۍ په زياته برخه خاوره وسله وال طالبان فعالیت کوي او وخت ناوخت په دولتي چارواکو او منسوبين وسله وال بریدونه او چاودنې ترسره کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button