جګړه امریکا پیل کړې، پای ته به یې هم امریکا رسوي
تبصره
د بلجیم په پلازمېنه برکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لخوا په افغانستان کې د روانو حالاتو د ارزونې او له افغانستان سره د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړپه دوام غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د ناټو د غړو هېوادونو ټولو بهرنیو وزیرانو او د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر مایک پمپیو، جنرال نیکلسن، استازې یې بیلي هاچینسن او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ برخه واخیسته.
د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې په ښکاره پر دې ټینگار کېده چې د ناټو غړي هیوادونه له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې له بهیره ملاتړ کوي.
خو په حقیقت کې داسې نه وه؛ د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه پرېکړه وکړه چې د افغان پوځ د روزنې، تجهیز او د طالبانو په مقابل کې به د اړتیا پر مهال له افغان پوځ سره په جګړه کې برخه اخلي. له دې دا څرګنده شوه چې امریکا او ناټو په افغانستان کې سوله نه، بلکې د جګړې دوام غواړي.
که څه هم په برکسل کې د ناټو غونډه بې پایلې پای ته ورسېده، خو وروسته یې یوه اعلامیه خپره کړه. په اعلامیه کې راغلي دي چې ”د دې تړون غړي د افغانستان د مسئلې د سیاسي حل لارې ملاتړ کوي، چې په دې هیواد کې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي، ترهگري ختمه شي او د افغانستان د ټولو اوسیدونکو بشري حقونه تامین شي.“
په اعلامیه کې د ټرمپ د دوه میاشتو دمخه هغه خبره تکرار شوې چې ”طالبان دې د افغانستان د حکومت د سولې له غږه گټه واخلي او د سولې په خبرو کې دې گډون وکړي. “ او دا د طالبانو مسؤلیت دی چې دا اوږدمهاله شخړه پای ته ورسوي.
د ناټو غړو هیوادونو د افغانستان د سولې د پروسې په اړوند د تاشکند د مارچ د ٢٧ له کنفرانس ملاتړ وکړ، او ټینگار یې وکړ چې ”د سیمې هیوادونه کولای شي د افغانستان په سولې او ثبات کې مهم رول ولوبوي، پاکستان د مسکو او چین په ملتیا په افغانستان کې د سولې په اړه مهم رول لوبولای شي.“
دوه میاشتې دمخه ټرمپ ویلي و چې طالبان به د سولې د غوښتنې تر څنګ د فشار له لارې سولې ته چمتو کړي. خو د ناټو په غونډه کې د امریکا استازې میرمن هاچینس ویلي، ”زما په اند د دې وخت رارسېدلی چې پاکستان د افغانستان د ثبات لپاره په واقعي گډون کوونکي بدل شي، او د سیمې هېوادونه پاکستان، روسیه، چین او ایران د افغانستان په اړه په سوله کې مهم رول لوبولای شي.“
ټوله نړۍ په دې پوهېږي چې امریکا د ناټو د غړو هېواونو په ملتیا پر افغانستان پوځي یرغل وکړ، جګړه یې پیل کړه، چې ترنن ورځې پورې روانه ده. افغان ولس، د سیمې هېوادونه او ټوله نړۍ په افغانستان کې سوله غواړي، خو امریکا او ناټو د جګړې وسایل برابروي.
افغان ولس په دې باور دی که امریکا هر څو طالبان پلمه کړي، په افغانستان کې جګړه امریکا په خپل یرغل سره پیل کړې او امریکا به یې پای ته رسوي. که امریکا په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول غواړي، خپل پوځونه دې له افغانستانه وباسي، جګړه په همغه ورځ پای ته رسېږي. او نړۍ هم په دې باور ده چې په افغانستان کې جګړه امریکا پیل کړې او امریکا به یې پای ته رسوي.



